<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-04 17:16:17    
والټز نڅا د چين په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې يو درس ګرزي

cri

والټز نڅا د خوږو نڅاوو يو هنری ډول دی او دغه راز د سپورتی نڅا يوه مهمه برخه هم ده. په وروستۍ موده کې دغه نڅا په چين کې د بحث وړ يوه موضوع ګرځېدلې ده، ځکه د چين د پوهنې وزارت يو نوی تدبير نيولی چې له مخې به يې دغه نڅا په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې يو اړين درس وګرزي.

څو ورځې مخکې د چين د پوهنې وزارت له خوا د ټول هېواد په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې د ډله ايزو نڅاوو لومړی برخه طرحه شوه او پريکړه وشوه چې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د نوی درسی کال له پيل څخه د دغی نڅا ښوونه په هراړخيزه توګه ټولو منځنيو او لومړيو ښوونځيو ته پراخه شي. په دې جمله کې د هلکانو او نجونو تر منځ د لاس په لاس والټز نڅا به د منځنيو ښوونځيو په دوهم پړاو کې د زده کوونکيو يوه ټاکلې نڅا وګرځی. د چين د پوهنې وزارت د سپورت، روغتيا او هنر په هکله د روزنې ادارې مشر يانګ ګوی ژن وويل د دغه تدبير موخه له ټولګيو څخه سپورتی ډګرونو ته په وتلو سره په هنری او سپورتی فعاليتونو کې د زده کوونکيو ګډون دي.

اوس د چين د ځوانانو او کوچنيانو روغتيا د پاملرنې وړ مسئله ده. له يوې پلټنې څخه څرګندېږي چې په وروستيو شلو کلونو کې د چين د ځوانانو او کوچنيانو په سږي کې د هوا ځائيدو د ظرفيت، د دوی د ځغاستې سرعت او ځواکونو په شمول د بدنی کيفيت عمومی معيارونه کم شوی او د چاغښت انډول د پنځو کلونو مخکې په پرتله يو ځل زيات شوی دی.د خوړو جوړښت نامعقولی او د سپورتی فعاليتونو کموالی د دغې مسئلې رامنځته کولو مهم لاملونه دي. والټز نڅا نه يوازې د ځوانانو او کوچنيانو د اخلاق لوړوالی بلکې د بدنې روغتيا لپاره ګټوره ده، نو دغه تدبير د

زيات شمېر کسانو له خوا ستايل شوی دی.

د بيجينګ د سپورت پوهنتون پروفيسر تيان يی لين په دې نظر دی چې د ټولنې له پر له پسی پرمختګ سره سره د چين او نړۍ تر منځ تګ را تګ پياوړی شوی دی. د چين د منځنيو ښوونځيو زده کوونکي د روغتيا د پياوړتيا لپاره د روزنې يو معاصر ډول ته اړتيا لری. والټز نڅا په نړۍ کې يوه دود شوې نڅا ده چې په راتلونکی کې په د چينی ځوانانو او کوچنيانو د ټولنيز تګ راتګ د مهارت او د روغتيا ښه والی لپاره ګټه لری. هغه وويل د ژوند او کلتور د سويی له لوړتيا سره سم په ښوونځيو کې بايد د پوهنې نوی ډول رامنځته شي. د ټول هېواد د منځنيو ښوونځيو په دوهم پړاو کې د واټز نڅا خپرول د ډېر اهميت لرونکې پيښه ده.

د ده په نظر د والټز نڅا په شمول د ډله ايزو نڅاوو خپرولو په بهير کې بايد د چين حالات په فکر کې ونيول شي او ګام په ګام تر سره شي.هغه وويل د چين په ځينو سيمو په تېره بيا په کليوالو سيمو کې د وګړيو نظريه دوديزه ده چې په لنډ مهالې توګه د هلکانو او نجونو تر منځ د والټز نڅا سپورت نه بولي. نو د دغه سپورت د خپرولو بهير بايد ګام په ګام روان شي. خو په راتلونکې کې به دغه فعاليت په ښه توګه تر سره شي.

د بيجينګ د ١٠١م په منځني ښوونځي ښووونکي جيانګ په دې نظر دی چې د چين په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې زده کوونکي له سپورت سره علاقه نه لری. اوس والټز نڅا يو اړين درس ګرزي، نو زده کوونکي به په دغه سپورت کې ګډون وکړي.نو هغه باور لری چې په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې د والټز نڅا خپرول د کوچنيانو په بدنی روغتيا کې مهم رول ولوبوي.