<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-04 18:09:12    
د ٌ جوانګ ٌ قوم

cri

ٌ جوانګ ٌ قوم د چين د ملی اقليتونو له جملې څخه يو داسی قوم دی چه نفوس يی تر ټولو زيات دی او څه نا څه ١٦ مليونه تنه دی٠ دا قوم په لروغونی زمانه کښی د ٌ بای يوې ٌ په نامه د يوې قبيلې نه راپيدا او ورو ورو خپور شو٠ له ميلادی دريمی پيړۍ نه د لسمې پيړۍ تر نيمايی پوری د دی قوم نوم په ٌ سی او ٌ او ٌ لوه يوې ٌ ياديده، د چين د ٌ سونګ ٌ سلسلې څخه يعنی د ميلادی نهه سوه شپيتم کال نه وروسته په رسمی توګه ٌ جوانګ ٌ ونومول شو٠

د ٌ جوانګ ٌ د قوم د خلکو په سلو کښی نوی برخه د چين د جنوب د ګوانګ سی د ٌ جوانګ ٌ قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی او نوره برخه يی د ګوانګ دونګ، يون نان او های نان په ولايتونو کښی ژوند کوی٠ دا قوم خپله قومی ژبه لری ، که څه هم پخوا يی قومی ليک دود نه درلود، خو د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته په ١٩٥٥ کال کښی د لاتينی تورو پر اساس د ٌ جوانګ ٌ د قوم ليک دود جوړ شويدی٠ اصلأ د دی قوم خلک عمومأ د طبعيت او څو ارباب الانواعو پرستش کاوه ،خو له ميلادی اتمې يا نهمې پيړۍ نه وروسته بوديزم او تاويزم په وار سره د دوی د اوسيدو سيمو ته خپور شو او په نژدی زمانه کښی کاتوليزم او مسيحيت هم ورته خپور شوی ، خو ورباندی قوی اغيزه نه لری ٠

د ٌ جوانګ ٌ د قوم خلک عمومأ په کرنه لګيا دی او شولې او جواری کری چه توليدی سويه يی د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ له توليدی سويې سره برابره ده٠ د دی قوم يو ډول ځانګړی وريښمين ټوکرئ مشهور مصنوعات دی چه د سپڼسيو او وريښمو له تارونو څخه اودل کيږی٠ دغه ټوکر کلک او ډير ښکلی دی چه ورڅخه په استفادې سره دوپټه، د بړستن پوښ، دسترخوان او بکسونه جوړيدای شی٠

د دی قوم ولسی ادب ډير غنی دی، عنعنوی سندری، نڅاوې او قومی ډرامې يی ډير په زړه پوری دی او خلک يی له سندرو ويلو سره ډيره مينه او شوق لری چه د دوی د اوسيدو سيمې ٌ د سندرو سمندر ٌ ګڼل کيږی٠ د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د دريمې مياشتې په دريمه ورځ د دی قوم ډير زيات ځوانان او نجونی په بيلا بيلو ځايونو کښی سره راغونډيږی او ولسی سندرې وايی٠ دوی د سندرو په ويلو سره يو له بل څخه پوښتنې کوی او ځواب ترلاسه کوی٠ دغه فعاليتونه د جوانګ قوم د ځوانانو او نجونو دپاره د معشوقې او معشوق د پيداکولو ښه فرصت ګڼل کيږی٠

د جوانګ د قوم د اوسيدو په سيمو کښی ډيرې ښکلی منظرې شته او هر کال ډير زيات چينی او خارجی توريستان راجلبوی٠