د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د کاناډا پوځی مقاماتو د جولای په څلورمه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې د ناتو شپږ تنه هغه سرتيري چې په همدې ورځ د افغانستان په جنوب کی د يو بريد له امله مړه شول ، کاناډائيان وو ٠
د کاناډا يو لوړپوړی پوځی قوماندان وويل : د کاناډا د شپږو سرتيرو او يو افغان ژباړونکی سپرلی پوځی موټر د قندهار په ولايت کی د بمی بريد سره مخامخ شو او په موټر کې ناست ټول اووه تنه مړه شول٠ دغه پوځيان د ګزمی وهنې له پای ته رسيدو وروسته د موټر د سورلۍ له لاری بيرته د خپل کمپ په لور روان وو٠