<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-05 17:33:34    
د چرګ اذان کوی او سپی غلا کوی

cri

په لرغونی زمانه کې په چين کې څو وړ وکي ملکونه پراته وو چې د چی نومی د ملک صدر اعظم چې تيان ون نوميده، ډير شهرت يی درلود او د ده په کور کې به څو زره تنه مشاورين ساتل کيدل. يوه ورځ د چينګ نومی د ملک پاچا تيان ون ته د خپل هېواد پلازمېنې ته د سفر بلنه ورکړه. د چينګ پاچا دا نيت درلود چې تيان ون د خپل هېواد د صدر اعظم په حيث مقرر کړی، خو مخالفينو يی وويل چې تيان ون د چی اشراف دی، البته يی و نه غوښتل چې د چينګ خدمت وکړی، نو دوی پاچا ته پيشنهاد وکړ چې تيان ون ووژنی. د دې خبر په اورېدو سره تيان ون ډير بی قراره شو او د چينګ د پاچا له محبوبی بين جی څخه يی غوښتنه وکړه چې له ده سره مرسته وکړی. د پاچا محبوبی له تيان ون څخه د کيدړی د پوستکو له خوا د ګڼدل شوی لباس غوښتنه وکړه، مګر تيان ون داسی يو لباس مخکی د چينګ پاچا ته د تحفې په توګه ورکړی و، په دې وخت کې د تيان ون د سفر له ملګرو څخه يو تن د سپي په شان تجربه کار غل و. هغه د سپي په تياره کې د چينګ شاهی ماټۍ ته داخل شو او هغه لباس چې پخوا د چينګ پاچا ته ورکړ شوی و، غلا يی کړ او سمدستی يی د چينګ د پاچا محبوبی يين جی ته ورکړ. ور پسی د يين جی د غوښتنې سره سم تيان ون خوشی شو، تيان ون پيشبينی وکړه چې د چينګ پاچا به پيښيمانی وکړی، نو سمدستی له چينګ څخه وتښتېده، څو چې د هان چو دری ته وتښتېده، نيمه شپه وه او د مقرراتو له مخې هر سهار د چرګ د اذان نه وروسته دری دروازه خلاصېږی، په دې وخت کې د تيان ون يو بل ملګری د چرګ د اذان په تقليد څو کړتې وکړی چې په نتيجه کې د شاوخوا کليو چرګانو هم اذان وکړ. د دری ساتونکو ګمان کاوه چې سپيدی چاوديدلی دی، نو دروازه يی خلاصه کړه چې په دې توګه تيان ون په روغ رمټ له دې دری څخه تير کړ او دی دری ته د چينګ د تعقيب کوونکو عسکرو د رسيدو نه مخکی تيان ون له پولو څخه ليری وتلی و. دغه کيسه چې وايی چرګ اذان کوی او سښی غلا کوی، منفی معنی لری او د هغو کسانو تشبيه کوی چې هېڅ واقعی استعداد نه لری.