
د چين د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمه د سيلانۍ په ساحه کې يو ډېر راجلبونکی نړيوال ښار دی او په نړۍ کې د سيلانۍ او شيانو اخيستلو د جنت په نامه ډېر شهرت لری. له ١٩٩٧ کال يعنې د خپل وطن غيږي ته د هانکانګ له بيرته راتګ راهيسی د چين د سترې برخې لا زيات شمېر سيلانيانو دغه ځای ته سفر کړی چې له امله يي د هانکانګ د سيلانۍ چارو د پرمختګ تر څنګ اقتصاد هم ډيره پرمختيا موندلې ده.
هانکانګ د چين له ګوانګ دونګ ولايت سره څيرمه دی او د أرام او هندی سمندرونو ترمنځ د بيړيو په وسيله د شيانو د ليږد راليږد مرکز هم دی چې جغرافيايي موقعيت يي ډېر مهم دی. د تاريخي لاملونو له مخې د هانکانګ له کلتور څخه د چين او بريتانيا ځانګړتياوې ليدل کيږي ، د بېلګې په توګه د دنګو دنګړ عصري ودانيو تر څنګ لرغونی معبدونه او کليساوې هم موجودې دي .
اوس له بيجينګ څخه هانکانګ ته د څلورو ورځو سفر لپاره يوازی دوه زره يوانه په کار دي. نن ورځ د اوونيزې رخصتۍ په ورځو کې د شيانو اخيستلو لپاره هانکانګ ته تلل د هيواد د سترې برخې د ښځو يو فيشني ژوند دی. هانکانګ ته نژدې د شن جن ښاريان دغه ښار ته د سفر لپاره ډېرې انسانتياوی لری. د شن جن ښار اوسيدونکې ميرمن وانګ وی يی تل له خپلی لور سره يو ځای هانکانګ ته ځي. دې وويل زما لور په منځني ښوونځي کې زده کړه کوي او د هانکانګ له معاصر چاپيريال سره مينه لری. کله چې هانکانګ ته ځي ، هرومرو د شيدو چای څښي چې دغه ډول چاي يوازې د هانکانګ په چای خونو کې شته . هانکانګ ته زموږ د سفر موخې توپير لري. کله شيان اخلو ، کله خوندور خواړه خورو او يا د سيل لپاره ډيزني لانډ او يا سمندري باغونو ته ځو.
د هانکانګ د سيلانۍ چارو د پرمختيا ادارې د يوې شميرنې له مخې وطن ته د دغې سيمې د بيرته راتګ له لسو کلونو راهيسی د سترې برخې سيلانيان په پرله پسې ډول هانکانګ ته ځي چې په پايله کې يي د هانکانګ د سيلانۍ چارو ډيره پرمختيا موندلې ده. د نوموړې ادارې مشر ښاغلي تيان بی جون وويل تيرکال هانکانګ ته د تلوونکو سيلانيانو شمېره پنځه ويشت مليونو ته رسيدلې چې ديارلس مليونه يې د چين له سترې برخې څخه د ورغلی سيلانيان وو چې د عمومي شميرې په سلو کې څلور پنځوس برخه يي نيولې وه .
د سيلانۍ چارې د هانکانګ د اقتصادي پرمختيا يوه مهمه برخه ده. تېر کال په هانکانګ کې د سيلانۍ له چارو څخه تر لاسه شوې ګټې له يو سل او نولس مليارډ هانکانګي ډالرو څخه اوښتی چې د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کې دوولس زياتې شوې وې .
د هانکانګ د راجلبونکي ځواک د پياوړتيا لپاره د دغې ځانګړې سيمې حکومت د سيلانۍد نويو پروګرامونو جوړولو لپاره زياته پانګونه کړېده. د مثال په توګه له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د هانکانګ د ډيزني او د لندو ځمکو د باغونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې دېرش مليارډ هانکانګی ډالره پانګونه شوې ده.
د دې تر څنګ په هانکانګ کې د سيلانيانو لپاره په خدمتی چارو کې هم ګټور تدبيرونه غوره شوي دي. د هانکانګ د سمندری باغ مشر ښاغلي لي شنګ ځونګ وويل د سترې برخې سيلانيان زموږ لپاره ډېر مهم دی. پنځه کاله مخکې مو د سترې برخې سيلانيانو ته د غوره خدمت په برابرولو او د خپلو کارکوونکيو په روزلو پيل وکړ.
د هانکانګ د سمندري باغ د يوې شميرنې له مخې د تېر کال له جولای څخه د روان کال تر می پوری څلور نيم مليون تنه دغه باغ ته راغلي دی چې په سلو کې پنځه څلويښت برخه يې د سترې برخې سيلانيان وو. ښاغلي جنګ جيان چې په ځانګړې توګه له سترې برخې څخه سمندري باغ ته سفر کوي، خبريال ته وويل موږ په ځانګړې توګه د سمندري باغ سيل کوو. د دغه باغ منظرې او چاپريال له سترې برخې سره توپير لری چې د کارکوونکيو د اداری لاری چاری، د لارو ډېزاين او زيات شيان د سترې برخې لپاره د زده کړې وړ دي.
ګرانو اوريدونکو، وطن ته د هانکانګ د بيرته راتګ له لسو کلونو راهيسی دغه نړيوال ښار نورهم ښکلی او راجلبونکې شوی دي، هېله من يوو چې تاسی هم يوه ورځ هانکانګ ته سفر وکړئ!