<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-05 19:46:07    
مخ په زياتيدونکی ځوانان د شخصی جايدادونو د ثبتولو نوی دود منی

cri

په چين کی د دوديزی مفکوری له مخی په يوه کورنی کی جايدادونه چی د واده نه وروسته يا مخکی ترلاسه شوی، ټول د کورنی د ښځی او خاوند د دواړو ګډ جايدادونه ګڼل کيږی٠ نو د ځوانانو لپاره د واده نه وروسته نوموړی ټول جايدادونه د کورنی ګډ مال ګڼل کيږی٠ له دی امله چی دغه ټول جايدادونه په اړوند محضری سازمان کی نه دی ثبت شوی، نو کله نا کله د هغه کورنی شخړی رامنځ ته کيږی چی د جايدادونو پرس راپيدا شوی دی٠ خو په دی وروستيو کلونو کی د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د ټولنيزی ترقی په لا پرمختيا سره په چين کی د مساواتو او خپلواکۍ د غوښتنی په هکله د خلکو مفکوری هم مخ په پياوړی کيدو دی٠ په دی هکله د کورنيو د جايدادونو په وړاندی د خلکو ځينی عنعنوی نظريی بدلی شوی دی٠

د ثبتولو له لاری خپل شخصی جايدادونه د قانون تر حمايت لاندی رواستل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجرا کيدو نه وروسته رامنځ ته شوی نوی کار ګڼل کيږی٠ خو له دی امله چی د جايدادونو ثبتولو چاری په چين کی نسبتأ ناوخته رامنځته شوی، نو د عنعنوی مفکوری تر تاثير لاندی په چين کی يو شمير خلک چی عمر يی نسبت زيات دی، تر اوسه دغه نوی کار نشی منلي٠ د دوی په نظر که د واده نه وروسته به د خپلو جايدادونو په وړاندی د ثبتولو په نتيجه کی د ښځی او خاوند تر منځ احساساتو ته زيان ورسيږی٠ خو د زياتره ځوانانو او پيغلو لخوا نوموړی نوی مفکوری ملاتړ په يو شمير لويو ښارونو کی مخ په زياتيدو دی او له دی کار څخه د ملاتړ رويه غوره کوی٠ د دوی په نظر په اوسنی ټولنه کی د انسانانو مساوی او خپلواک مقام ته بايد درناوی وشی يو زلمی داسی وويل زما په نظر بايد د هغو شخصی جايدادونو له پاره چی د واده نه د مخه له ځان سره وړل شوی، د ثبتولو په دفترونو کی ثبت شی چی دا يو طبيعی کار دی، ښځه او خاوند د واده د مخه يا وروسته خپل مساوی مقام لری او ټول دا حق لری چی خپل شخصی جايدادونه ثبت کړی٠ د اړوند پلټنی له مخی زياتره ځوانان ټول همدغسی نظريی لری له دی نه څرګنده شوی چی د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پرانيستلو په ژورتيا سره په بيلا بيلو ساحو کی د خلکو په مفکوره کی ډير ستر بدلون رامنځ شوی دی٠ ويل کيږی چی دا هم د ټولنی د ستر پرمختګ يو څرګندوي دي٠