<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-06 17:50:54    
د چين پلازمينه _ بېجينګ ( ١ )

cri

بېجينګ د چين د ولسی جمهوريت پلازمينه ده او اختصاری نوم ئی ( جينګ ) دی او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی يو لوی ښار دی . بېجينګ د چين په شمال کی د هوا بۍ دښتی په شمالی څنډه کی پروت او يو داسی نامتو تاريخی او کلتوری ښار دی چی د څه د پاسه ٣ زره کلن تاريخ لری . د چين د امپراطورۍ په سلسلوکی هغه د ( جي ) په نوم بلل کيده او د ميلاد نه مخکی له ٧٧٥ نه تر ٦٦١ کال پوری د يان ملک پلازمينه و . وروسته د جين په سلسله کی هغه د ( جونګ دو ) او د يوان په سلسله کی د ( دادو ) په نومونو ونومول شو . د مينګ له سلسلی نه تر اوسه پوری په اوسنی نوم - بېجينګ ياديږی . د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نيټه د چين ولسی جمهوريت جوړ شو او بېجينګ د چين د پلازمينې په توګه وټاکل شو . نو په دی وجه په دغه ښار کی ډير مشهور تاريخی ځايونه او لرغونی اثار ليدل کيږي اوپه ښه توګه ساتل شويدي. لکه دځه جين چينګ په نامه د امپراطوری ماڼۍ چی پنځه سوه کاله وړاندی جوړه شوی او په نړۍ کی لومړنی لوی شاهی دربار ګڼل کيږی او د بېجينګ ښار په مرکز کی پرته ده او د هغی په وړاندی د تيان ان من پر ودانۍ باندی د ولسي جمهوريت بنسټ ايښودونکی ماو ځه دونګ د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نيټه د چين د ولسی جمهوريت جوړيدل اعلان کړی ؤ . د تيان ان من ودانۍ په مخ کی په نړۍ کی تر ټولو لوی ډګر موجود دی . برسيره پردې لوی ديوال چی په نړۍ کی ډير شهرت لری ، دوبنی ماڼۍ ( شاهی باغ ) او داسی نور مشهور تاريخی ځايونه او لرغونی اثار هره ورځ بی شمېره چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی . د تيان ان من په ډګر کی د ملی بيرغ د اوچتولو مراسمو کتل ، د لوی ديوال سيل ، د بېجينګ اوپراګانو ننداره کول او د بېجينګ د هيلۍ کباب خوړل د چينی او بهرنيو سيلانيانو لپاره د خوښۍ وړ پروګرام دی .

بېجينګ څه د پاسه ١٣ مليونه دايمی اوسيدونکی لری او عمومی مساحت يی ١٦زره ٨ سوه او ٨ مربع کيلومتره دي . له دی امله چی بېجينګ په معتدله سيمه کی پروت دی ، نو په قاره يي اقليم پوری اړه لری او د کال څلور فصلونه لری. چی په دی ترڅ کی منی د کال تر ټولو ښه او ښايسته موسم ګڼل کيږی . نو د هر کال په دی موسم کی د سيل او سفر لپاره بېجينګ ته راغلی چينی او بهرنی سيلانيان ډير زيات وي .

په ١٩٧٨کال کی د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلی کيدو راوروسته په چين کی لکه د أسمان او مځکی ترمنځ توپيرونه رامنځته شويدي. بېجينګ د چين د پلازمينې په توګه د هيواد د عصری ابادۍ په لاره کی ډير لوی ګامونه پورته کړي او زياته ترقۍ يی موندلی ده . ويل کيږی چی د ټول ښار بڼه هره ورځ بدليږی .

د فولادو او اوسپنو ، کيمياو اوخوراکی موادو د توليدولو چارې د بېجينګ له عمده صنايعو څخه دي . له وروستيو کلونو راهيسی الکترونيکی او معلوماتی صنعت هم لوی پرمختګ کړی دی .

د بېجينګ په اطرافوکی په عمده توګه غنم ، شولې او جوار کرل کيږی .

بېجينګ د الوتکو ، اورګاډيو او موټرونو په وسيلی د چين ترانسپورټی مرکز هم بلل کيږی .