<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-06 18:03:14    
په اروپايی پنځو هېوادنو کې د چين د معيوبينو د هنري ډلې يو لړ نندارې

cri

د روان کال د جون په نولسمه نېټه د المان په برلين کې د چين د معيوبينو هنري ډلې په اروپايی پنځو هېوادونو کې خپلې يو لړ نندارې پای ته ورسولې چې يو ځل بيا يې په دغه سيمه کې چينی کلتور خپور کړی دی. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو نندارو په اړه څه معلومات درکړم.

 د زرو لاسونو ګوان ين په نامه د نڅا موسيقۍ په درولو سره په برلين کې د چينی سفارت په تياتر کې تودی چک چکې روانې وې.دا په اروپايی پنځو هېوادنو کې د يادې شوی ډلې د سفر په ترڅ کې وروستی ننداره وه. زما د خوب ليدلو په نامه لويه نڅا د لسو مليونو اروپايی نندارچيانو په زړونو کې ځای نيولي دي.

نه ويشت کلن تای لي هوا چې په يوه أرامه نړۍ کې ژوند کوي، په دغه هنري ډله کې د نڅا يوه لوبغاړې شته . هغه نه شی اورېدلی خو په چين کې يوازنۍ لوبغاړې ده چې د امريکا په کارنيجی تالار او د ايتاليا په سکارا تياتر کې يې نندارې وړاندې کړي دي. دې وويل---غږ ٢---مونږ ټولو خوب ليدلې. مونږ ټول هيلې لرو. هره نڅا چې تاسو ليدلی، زمونږ د زړنو اهنګ او هره موسيقي چې تاسو اورېدلی زمونږ د وينو سندره ده.

د چين د معيوبينو هنري ډله يوه بې سارې ډله ده چې له ژوند سره د مينې او له سولې څخه د غوښتنې په اړه د دوی هيله څرګندوي. دوی په برلين کې د زرو لاسونو ګوان ين په نامه نڅا ، د سپوږمۍ رڼا په نامه د پيانو موسيقی او د ملکری په نامه سندره

نندارچيانو ته وړاندې کړي دي. که څه هم د نندارې وخت اوږد نه دی، خو د دغو لوبغاړو خوښۍ او زړورتوب هر نندارچی ورجلبوی.

همدااوس مو د جنت په نامه د چين يوه مروجه سندره واورېده چې د ړوند سندرغاړی يانګ های تاو له خوا ويل شوی. که څه هم د المان نندارچيان د دغې سندرې په مطالبو پوه نشول، خو پرله پسی چک چکې يې وکړې. يانګ های تاو وويل---غږ ٤---ما له ماشومتوب څخه له موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده او موسيقی ما ته خوښی راسولی ده.

که څه هم يانګ های تاو د لمر ځلا نه شی ليدلی خو په زړه کې يې د لمر بريښنا شته. په چين کې هغه د جنت سندرغاړي په توګه ګڼل کېږي. ده خبريال ته وويل چې هغه الماني سندرې ويلی شی

له نندارې وروسته ټول نندارچيان پورته شول او د اږدې مودې چک چکې رامنځه ته شوې. د المان يو نندارچی وويل زما لپاره دغه ننداره يوه حيرانتيا وه. د دغو معيوبينو لوبغاړو ننداره ډېره ښکلی وه.

په المان کې د چين لوی سفير ښاغلی ما سان رونګ وويل د چين د معيوبينو هنري ډلې د هنرمندانو له نندارو څخه څرګندېږي چې معيوبين کولای شي چې د عامو کسانو په شان په کلتوري او سپورټي ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.