<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-06 18:50:40    
افغان ډاکټران په چين کې د دوديز يا عنعنوي طب زده کړه کوي

cri

درنو اوريدونکو تاسو د چين له بين المللي راډيو څخه زموږ غږ اورۍ ،خوشحال تايب يم او د بهرنيان په چين کې د لړۍ يوه بله کړۍ تاسو ته وړاندې کوم،هيله چې ستاسو د خوښې او پام وړ وګرځي ،او د خپرونې تر پايه راسره مل پاتې شئ،پدې اونۍ کې به له يو تن هغه افغان سره د مرکې برخې درواورم چې دلته بيجينګ ته د لنډو طبي زده کړو لپاره راغلی وو،دغه کس فواد احمد نوميږي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت رسمي کارکوونکی دی،چې د چين د روغتيا وزارت په بلنه يې په يوه طبي علمي سيمينار کې ګډون کړی،او شاوخوا شل ورځې يې دلته په چين کې تيرې کړي،راځی پخپله له ده څخه به يې واورو چې دی د طب په کومه برخه کې دلته د زده کړو لپاره راغلی

دی وايي دلته مو د طب په برخه کې مختلفې او بيلابيلې زده کړې حاصلې کړې چې له هغې جملې څخه يو هم د ناروغانو درملنه له دوديزې يا چيني عنعنوي لارې څخه وه، چې دا موږ ته په بشپړه توګه په زړه پورې وو،فواد احمد زياتوي

موږ همدا شان د ستنو وهلو او مساژ يا چاپي کولو له لارې هم د درملنې لارې چارې زده کړې،چې پدې برخه کې د ناروغانو درملنه په دوديز ډول کيږي او له کيمياوي درملو څخه دومره ګټه نه پکې اخيستل کيږي، که په رښتيا وګورو نو نظر نورو هيوادونو ته دوديزې يا عنعنوي درملنې په چين کې ډېر زيات پرمختګ کړی دی،

محترمو اوريدونکو ښايي تاسې به خبر ياست چې دلته په چين کې د عنعنوي يا دوديزې درملنې د کارکوونکو د روزلو لپاره اوس يو پياوړی پوهنتون شته چې زده کوونکي يې په لوړه کچه ورڅخه فارغيږي،او هغوی ته خو أن مخکې له فراغت څخه د ښو دندو د ترسره کولو او کافي معاش زمينې برابرې دي،چې د عامو خلکو په أند اغيزې يې نظر عصري يا په بله وينا په فابريکو کې د جوړو شويو درملو په پرتله ډېرې مثبتې دي،او تر ډېره حده په وجود کې د منفي اغيزو د رامنځ ته کيدو لامل نه ګرځي،ډاکټر فواد احمد هم په همدې اند دی ،او پدې هکله داسې وايي:

ددې درملو مؤثريت پدې کې دی چې جانبي عوارض يې ډېر لږ دي،او استعمال يې ځينې وختونه أسانه دی او ناروغ ډېر نه زوروي، چې بيا په ځينو نورو حالاتو لکه د جراحۍ د عمل يا هم نورو بيړنيو وختونو کې مدرن يا عصري درملنه هم خپل ځاي لري،خو په ټوليزه توګه د عنعنوي يا دوديزې درملنې مثبتې اغيزې ښکاره او څرګندې دي.

ډېرې داسې ناروغۍ شته چې د معالجوي يا عصري طب له لارې يې درملنه نه کيږي او يا هم په ډېره سخته او اوږده موده کې کيږي،خو د زياتره هغو ناروغيو لپاره چې په عصري طب کې يې درملنه ستونزمنه ښکاري له دوديزې لارې درملنه ګټوره بلل شوې .درنو اوريېدونکو تاسو به هم په افغانستان او په نورو ګاونډيو هېوادونو کې د يوناني طب يا حکيمانو په نوم اوريدلي وي،خو هغه زموږ په هيوادونو کې دومره په منظم ډول نه تر سره کيږي، او هرهغه په ډېرو لږو او محدودو درمنلو پوهيږي ،خو دلته په چين کې بيا ډېره منظمه بڼه لري، داکټر فواد وايي دی هيله لري چې دا شان درملنه په افغانستان کې هم رواج کړي:

موږ غواړو دغه شان درملنه په افغانستان کې هم عامه کړو،او دا زموږ له موخو څخه يوه ده چې په عنعنوي ډول درملنه د خپلو خلکو تر منځ رواج کړو.ځکه پدې کې د ناروغانو ډېرې ګټې نغښتي دي.

د تېرو څو کلونو په موده کې په لسګونو زره بهرنيان د بيلابيلو زده کړو لپاره دلته چين ته راغلي دي او د چين په مختلفو پوهنتونونو او نورو پوهنيزو مرکزونو کې يې اړوندې زده کړې حاصلې کړې دي،چې چين ته زياتره دغه راغلي کسان د چينايانو او په تېره بيا د خپلو استادانو له چلند څخه ډېر خوښ دي،ډاکټر فواد احمد هم له هغه وخت څخه چې په چين کې يې تېر کړی خپله خوښي څرګندوي:

زموږ سره د چينايانو چلند ډېر دوستانه او که په بله ژبه ووايو فريندلي وو،او زموږ څخه په ژوره توګه هرکلی وکړ،چې خوږې خاطرې به يې تل راسره پاتې وي.

د بهرنيان په چين کې د خپرونې درنو او عزتمندو اوريدونکو دا وو چين ته له راغلي افغان ډاکټر فواد احمد سره د مرکې لمړۍ برخه چې تاسو واوريده ،د نوموړي د مرکې پاته برخه به په بله اونۍ کې درته وړاندې کړم،تر راتلونکي پروګرام او بلې اونۍ پورې مو په پاک رب سپارم.