ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی .
درنو اوريدونکو ! د سی آر آی لسنرز ژوب کلب مشر رفيع الله مندو خيل زموږ څانګې ته يو ليک راليږلی هغه د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې يو دايمی اوريدونکی دی .
هغه وويل چې له ١٩٩٠ مېلادي کال راهيسی سی آر آی راډيو اورو . په ١٩٩٨ کال کې مو د سی آر آی لسنرز کلب ژوب په نامه يو لسنرز کلب جوړ کړ چې مشر يې پخپله دی . دا د ټول ښار لومړی لسنرز کلب دی . موږ دلته په ژوب ښار او سيمه کې سی آر آی ډيرو خلکو ته ورپېژندلې ده .
د چين د نړيوالې راډيو يا د پښتو خپرونې او يا هم د چين د ولسی جمهوريت د تاسيس د ورځې په مناسبت مو ډيرې غونډې او سمينارونه جوړ کړي دي .
زمونږ سيمه ډيره شا ته پاته ده . د ساينس او تکنالوژۍ په دور کې اوس هم له نړۍ څخه دلته د خکلو د خبرېدو يوازنی سرچينه راډيو ده .
نو پخوا به خلکو د بی بی سی ، امريکا غږ او نورې راډيو ګانې د خبرونو لپاره اورېدلې خو چې کله مونږ سی آر آ ی خلکو ته وروپېژندله . او ډير خلک مو د چين راډيو د خبرونو اوريدو ته راوبلل . نو اوس بيخی ډير خلک د خبرونو اوريدو لپاره د سی آر آی راډيو اوری .
له خبرو او تبصرو پرته ستاسو نورې تفريحی او معلوماتی خپرونې هم د خلکو ډيرې خوښيږی .
دلته خلک ستاسو پښتو هينداره ډيره خوښوی ، خاص ځوانان او محصلين يې ډير په مينه لولی .
ګرانو اوريدونکو ! د مندوخيل صاحب په ليک کې دا هم ويل شوي چې دوی غواړی د چين د نړيوالې راډيو د اوريدونکو د غوره کلبونو په سيالی کې ګډون وکړي .
له ښاغلی مندوخيل څخه مننه کوو او مونږ به د پلان له مخی د راتلونکيو څو اوونيو د پروګرام په دغه کړۍ کې ځانګړې مرکې خپرې کړو چې د تېلېفون له لارې مو له ځينو اوريدونکو سره مرکې کوو او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړم چې زمونږ د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او زمونږ له څانګې سره خپلې اړيکی ساتی .
له دی امله چې د اوريدونکيو کلبونو ځينو مشرانو د خپلو تليفونونو شميرې نه دي راکړي او له ځينو تليفونونو سره تماس هم نه شو نيولی، نو مونږ هر کلب ته چې د چين له نړيوالې راډيو سره تماس ساتی ، او تليفون مو نه دی ورته کړی په دی اړه دلته بښنه تری غواړو خو په راتلونکی کې به مونږ کوششونه وکړو چې لازيات تليفونی مرکې وکړو او نه يوازی د کلبونو له مشرانو سره بلکې له عادی اوريدونکيو سره هم تماس ونيسو .
دغه راز مهربانی وکړئ پخپلو ستاسو په ليکونو کې د خپل تليفون شميره او د خپل ځان يا د خپل کلب په اړه تفصلي معلومات را کړئ .