<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-09 18:18:04    
د چين د شينجيانګ غره ختونکي د لومړی ځل لپاره د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې ته وختل

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې يعنی د جومولانما څوکې ته ختل د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د غره ختونکيو يوه هيله ده٠ د ٢٠٠٧ کال د می په ١٦ نېټه د شينجيانګ دوه غره ختونکي يانګ چون فونګ او ان شاو هوا د سختو کوششونو له لاری د چين د غره ګرځيدنې ډلې له نورو غړو سره يو ځای دغې څوکې ته وختل چې د سمندر له سطحې نه ٨٨٤٨ اعشاريه ٤٣ متره لوړه ده٠ نو په دې توګه د شينجيانګ د غره ختونکيو هيله ترسره شوې ده٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته دغه دوه غره ختونکی دروپيژنو٠

د جون په شپږمه نېټه ماښام د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د غره ګرځيدنې ټولنې د شينجيانګ د مطبوعاتی ټولنې او نورو ټولنو له استازيو سره يو ځای د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې ته د شينجيانګ د غره ختونکيو د لومړی ځل ختلو د مبارکی لپاره يوه ميلمستيا برابره کړې٠

( د ميلمستيا غږ ) که څه هم د برياليتوب د نمانځنې د ميلمستيا برابرول د ٣٩ کلن پانګ چون فونګ او ٤٤ کلن ان شاو هوا لپاره د خوښۍ وړ کار وو، خو د می د ١٥ نېټې له سهار څخه د ١٦ نېټې تر سهار پوری څليرويشت ساعتونه د يادونې وړ دی٠ د می د ١٥ نېټې په سهار هوا ډيره ښه وه ، د چين د غره ختونکو ډلې مشر يانګ چون فونګ او غړيو ان شاو هوا، ژن ځی شيانګ، جايګ جينګ چوان او يوان وۍ د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې ٌ جومولانما ٌ ته په ختلو پيل وکړ٠ د دوی له جملې څخه يانګ چون فونګ او ان شاو هوا د شينجيانګ غره ختونکي دي٠

د جومولانما څوکې د لړۍ او لاښونو ترمنځ زيات خوړونه او کمرونه شته چې په واورو او کنګلونو پوښل شوې دي، په داسی حال کی غره ته ختل ډير خطرناکه وه او په تيره بيا د سمندر له سطحې نه له ٨٦٠٠ مترۍ څخه په پورتنې لار کی هر ګام اوچتولو د ژوند او طبيعت ترمنځ د مبارزې معنی درلوده٠ يانګ چون فونګ به د غره ګرځيدنې ډلې د مشر په توګه د نورو غړيو په مخکې په ستونزمنه توګه ګامونه پورته کول او په خطرناکو ځايونو کی به يې نورو غړيو ته هم پاملرنه کوله٠ د ډيرو سختو کوششونو له لاری هغه تر ټولو مخکی د جومولانما څوکې ته وخوت٠ په نوموړی ميلمستيا کی يانګ چون فونګ وويل :

( غږ ) ٌ کله چې زه لومړی څوکې ته وختم، دومره خوشحاله نه وم، ځکه چې دا مې احساس کړه چې له څوکې څخه ښکته کيدل لا ډير خطرناک وی٠ په هغه وخت کی زمونږ بدنی توان کم و چې دا زمونږ د ټولو غړيو لپاره سخته ازموينه وه ٠ ٌ

له څوکې څخه د ښکته کيدو په ترڅ کی څلور څلويښت کلن ان شاو هوا يو نه هيريدونکی بهير تير کړ٠ هغه وويل:

( غږ ) ٌ زما د ملګری ژن ځی شيانګ د اکسيجين بوطل د ماتيدو له امله د هغه اکسيجن ختم شوي وو، نو د سختۍ سا ايستلو له امله يې خبرې هم نشوې کولای٠ نو ما خپل اکسيجن هغه ته ورکړ ، خو زما سا هم سخته وه ٠ په داسی حال کی جانګ جينګ چوان سمدلاسه خپل اکسيجن ما ته راکړ٠ د خوښۍ وړ خبره دا وه چې ژن ځی شيانګ ويښ شو او زه هم له خطر څخه وتلی وم٠ وروسته له هغه کله چې مونږ دريواړو دغه پيښه راياد کړه، و مو ژړل، ځکه چې مونږ دا احساسوو چې ژوند قيمتی دی، خو له خطر سره د مخامخ کيدو په وخت کی د ملګرو ترمنځ دوستی او له يو بل سره مرسته د ژوند په پرتله لا قيمتی ښکاری٠ ٌ

د مبارکۍ په ميلمستيا کی د جومولانما غرنی څوکې ته د بريالی ختلو د وياړنې او په غمونو کی د شريکانو ترمنځ د دوستۍ د سره يو ځای کيدو له امله د چين د غره ګرځيدنې ډلې د پنځو تنو نارينه وو له سترګو څخه د خوښی اوښکې تويې شوې٠ د جومولانما څوکې ته د ختلو عمومی قوماندان شی های فونګ وويل :

( غږ ) ٌ دوی د خپلې ټينګې ارادې او او له غره ګرځيدنې سره د خپلې مينې له لارې په بريالی توګه د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې ته په ختلی سره يې د شينجيانګ د غره ختونکو هيله ترسره کړې ده٠ زمونږ راتلونکی هدف د شينجيانګ د چوګری څوکې ته ختل دی٠ برسيره پر دې چې د چين د تبت د غره ګرځيدنې ډله د جنوبی لمنې له لاری دغې څوکې ته وختله ، د چين هيڅ غره ختونکی د شمالې لمنې له لاری دغې څوکې ته ندی ختلی، ځکه چې شمالی لمن لاښ او پاڼ لری او يوه ډيره ستونزمنه لار ده ، نو مونږ هيله لرو چې د شمالې لاښ له لاری د چوګری څوکې ته وخيژو٠ که زمونږ کوششونه بريالی شی، دا به د چينائيانو يو بل ستر برياليتوب هم وی٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدااوس يو راپور واوريد چې عنوان يې و د چين د شينجيانګ غره ختونکي د لومړی ځل لپاره د نړۍ لومړی لوړې غرنی څوکې ته وختل٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د شينجيانګ دوه هغه غره ختونکي چې دغې څوکې ته ختلي، څه نوميږی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !