<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-09 18:14:43    
د چين د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ اقتصادی همکاری په پرله پسی توګه پياوړی کيږي

cri

ګرانو اوريدونکيو،د چين هانکانګ په نړۍ کې د سوداګرۍ ،پولی چارو او مالونو د لېږدولو په برخه کې يو مشهور مرکز دی او د هېواد له سترې برخې سره ښه همکاری کوي. بيرته هېواد ته د راتګ له لسو کلونو وروسته د دغې سيمې او سترې برخې ترمنځ همکاری ګام په ګام پياوړی شوې ده.

څه موده دمخه د چين د جيانګ شی ،هو بی او ګوي جو ولايتونو استازيو په هانکانګ کې د پانګونې راجلبولو په اړه يوه غونډه تر سره کړه او د دغې سيمې صنعتګرانو ته يې د سوداګريزې همکارۍ اړوند پلانونه وړاندی کړل. د ګوي جو ولايت د ان سون ښار د سوداګرۍ ادارې مشر جو وو چانګ خبريالانو ته وويل په دغه غونډه کې يې دلومړی ځل لپاره ګډون کړی او ښې پايلې يې تر لاسه کړې. ده زياته کړه د هانکانګ له تصديو سره يې د سيلانۍ ،ترانسپورت او معدنی استخراج په اړه د دوه مليارډ او اووه سوه مليون يوانو په ارزښت تړونونه لاسليک کړل.

 لومړی ځل مو هانکانګ ته سفر وکړ او دغه غونډه زمونږ د ښار لپاره يو ښه پيل دی. زمونږ ښار زياتې سرچينې لري او بريښنا مو ارزانه ده، خو هانکانګ د معلوماتو ، پيسو او تکنالوژۍ د برابرولو په برخه کې خپل غوره والی لري، نو دواړه خواوې کولی شی چې يو د بل کمښت او نيمګړتياوی پوره کړي.

د هېواد د سترې برخې پراخ بازار او ټيټ معاش د هانکانګ د اقتصادی پرمختګ لپاره يو ښه زمينه برابروي او په همدی وخت کې د هانکانګ

تصديو د پانګونې له امله د هېواد سترې برخې لازيات پرمختګ کړی دی مثلأ يوازی د جو جيانګ سيند د دريو تنګيو په سيممو کې پنځه لس مليون کارکوونکي په هانکانی تصديو کې کارکوي چې دغه شمېر د هانکانګ د عمومی نفوسو په پرتله دوه برابره زيات دی. د هانکانګ د صنايعو د عمومی ټولنې غړی اي ځي چوان وويل

 په هانکانګ کې د سترې برخې د اړوندو څانګو له خوا د پانګونې راجلبول د هانکانګی سوداګرانو لپاره يو پرمختيايی فرصت برابر کړی دی.

سربيره پردی په وروستيو کلونو کې د پوهنيز اقتصاد د پرمختګ له امله د سترې برخې غښتلی علمی ځواکونو د هانکانګ د دايمی پرمختګ لپاره لارهواره کړی ده.د دغې سيمې کارپوهان وايي وويل د هانکانګ او سترې برخې ترمنځ علمی همکاری اړينه ده. د دغې سيمې د ماليې څانګې مشر تاينګ اينګ نيان وويل  مونږ به د هېواد له سترې برخې سره په پوهنيزو چارو کې تبادله پياوړی کړو او د اړوندو موسسو ترمنځ به د تګ راتګ هڅونه کړو چې ګډې ګټې ترې تر لاسه شي.

ښاغلی تانګ وويل د هېواد د سترې برخې په پرتله هانکانګ د پوهنی ملکيت حق د ساتلو، د پيسو راغونډولو او نړيوالو اړيکيو په برخه کې خپل غوره والی لري او د سترې برخې زياتې تصدۍ هم هيله لري چې زمونږ د دغه غوره والي په کارولو سره خپل پرمختګ وکړي.

د تی سی ال ډلې محدود شرکت په چين کې د ماشين ألاتو، معلوماتو او مخابراتو په چارو بوخت دي. د دغه شرکت مشر لی دونګ سنګ وويل  د څو کلونو له پرمختګ وروسته په هانکانګ کې زمونږ د دوو فرعی شرکتونو اسهام پلورل شوي چې د پيسو راغونډولو او د نورو هېوادونو له تصديو سره د همکارۍ په

برخه کې يې ښه رول لوبولی دی.

د روانې مياشتې په پيل کې د هانکانګ د ځانګړی اداري سيمې د پانګونې چارو د ادارې مشر لو وي سی په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل چې حکومت بايد هانکانګ ته د هېواد د لازياتو تصديو د ننوتلو هڅونه وکړي چې له هانکانګی تصديو سره سيالي وشی. نوموړی زياته کړه چې هانکانګ به په بېلا بېلو پړاونو کې د سترې برخې مختلفو سيمو ته د هانکانګ په اړه معلومات وړاندی کړي چې د سترې برخې لازياتې تصدۍ هانکانګ ته ننوځي.