په ١٩٩٧ کال کې هانکانګ بېرته خپل اصلی ټاټوبي چين ته راستون شو او د خپل وطن د ځانګړې ادارې يوه مهمه سيمه وګرځېده. په وروستيو کلونو کې لکه د روزنې، روغتيا، ماليی او سپورت په برخه کې د هانکانګ او سترې برخې تر منځ تبادله او همکاری تر سره شوی او ښه برياليتوبونه يې تر لاسه کړی دی.
خپل وطن ته د هانکانګ له بيرته راتګ راهيسی لس کلونه تير شوی او په دغو لسو کلونو کې هانکانګ په بيلا بيلو ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړی او سپورتی چارو يې هم پرمختګ کړی دی. ښاغلي هو جن تينګ د هانکانګ د اولمپيک کمېټې مشر دی. هغه نه يوازی چين ته د هانکانګ له بيرته راتګ وروسته د دغې کمېټې لومړی مشری، بلکه د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې لومړی غړی هم دی. دی د هانکانګ د سپورتی چارو د تيرو او اوسنيو حالاتو په اړه ژور احساسات لري. هغه وويل چين ته د هانکانګ له بېرته راتګ مخکې، دوی يوازی د بريتانيا يو شمېر دوديزو پروګرامونو ته پاملرنه کوله. خو اوس يې سپورتی پروګرامونه هم بشپړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. په تيره بيا د سترې برخې د دوديزو پياوړيو پروګرامونو په ساحو کې لکه په پينګ پانګ او بډمنتون کې هم هانکانګ ستر برياليتوبونه ګټلی دی. په همدی وخت کې هانکانګ په ډېرو سياليو کې ګډون کړی چې هانکانګی لوبغاړيو ته يې لا زيات باور ور کړی دی.
په اوسني هانکانګ کې د بېړۍ چلولو د اولمپيک تېرمان لي لي شان او د بايسکل سيالی پر نړيوال تېرمان هوانګ جين باو سربيره، د پينګ پانګ او
بډمنتون په شمول پروګرامونو کې هم پياوړی توان لري. د ٢٠٠٦ کال په پای کې د دوحه په اسيايی سپورتی لوبو کې د هانکانګ لوبغاړو شپږ طلايی مډالونه تر لاسه کړل او بېلا بېلو ټولنو يې لوړه ستاينه وکړه. خو د هانکانګ سپورتی شخصيتونه په دې پوه شول چې دا له سترې برخې سره د سپورت له تبادلې او همکارۍ سره نژدی اړيکی لري.
د هانکانګ او سترې برخې تر منځ د سپورت تبادلې څو لارې موجودې دي. لومړی هانکانګی لوبغاړی په دايمی توګه په ستره برخه کې تمرينونه تر سره کوی او د سترې برخې د روزنې له ښو شرايطو څخه په استفاده سره يې پرمختګ کړي دی. دوهم، هانکانګ له سترې برخې څخه وړ لوبغاړي ورغوښتی چې په استازيتوب يې په نړيوالو سياليو کې ګډون کوی.د بېلګې په توګه، د هانکانګ د پينګ پانګ په لوبډله کې لي جينګ او ګاو لي ځه پخوا په ستره برخه کې پياوړي لوبغاړی وو. د هانکانګ د بډمنتون په لوبډله کې له سترې برخې څخه ورغلي وانګ چن او جو مي د سترې برخې د لوبډلې په وړاندی تر ټولو پياوړی سيال بلل کيږی.
د هانکانګ د بډمنټون لوبډلې عمومی روزونکي چن جی وويل دغه شان تبادله ډېره ښه ده. ځکه چې داسی پياوړی لوبغاړی به هانکانګي لوبغاړو ته مسلکی مهارتونه او لارې چارې ور وښيي او هانکانګی لوبغاړی به ډېرې ګټې ترې واخلي.
هانکانګ د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو يو همکار ښار دی. اوس هانکانګی لوبغاړې هم په دغو لوبو کې د برياليتوبونو تر لاسه کولو لپاره په کوششونو بوخت دي.