<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-09 18:36:55    
د بېجينګ تاريخ (٢)

cri

په ١٢٠٦ کال کې چنګ جي سه هان د پاچاهۍ پر پلاز کښېناست او د مغولستان هېواد يې جوړ کړ. په ١٢١٥ کال کې هغه له خپلو لښکرو سره جونګ دو ښار يعنی نننی بېجينګ ونيو. د چنګ جي سه هان لمسی هو بي ليه په ١٢٦٤ کال کې حکم وکړ چې ديان جينګ سيمه هم په بېجينګ کې شامله کړي. په ١٢٦٧کال کې يې په شمال ختيځ کې د جونګ دو نوی ښار بيا جوړ کړ چې د وروستی بېجينګ ښار لپاره يې بنسټ ايښی دی. په ١٢٧١ کال کې هو بي ليه خپل هېواد يوان ونوماوه او د ١٢٧١ کال په فبروری کې يې جونګ دو په دا دو بدل کړ او د دغه هېواد د پلازمينې په توګه يې وټاکله.

د يوان هېواد د سياسی مرکز په توګه په دا دو ښار کې مرکزي ارګانونه جوړ شول چې د هېواد سياسي، پوځي، اقتصادي، مذهبي چارې ترې اداره کېده.

د دا دو ښار خورا زيات پراخ و او مستطيلي بڼه يې درلوده. د ښار شاوخوا عمومی اوږدوالی يې دېرش کيلوميتره و. په دغه ښار کې يوولس دروازې او د دفاع يو سيند موجود و. امپراتوري ودانۍ د ښار په جنوبی مرکزي سيمه کې پرته وه چی شاوخوا عمومی اوږدوالی يې تقريبا لس کيلوميتره و.

په دا دو ښار کې له جنوب نه شمال او له ختيځ نه لوېديځ ته نهه سړکونه غځېدلي وو. له جنوب نه شمال خوا ته د عمده سړکونو پر غاړو ويالې جوړې شوې وې.

د دا دو ښار اقتصادي سمسورتيا د تونګ هوی سيند له جوړونې سره نژدی تړاو لري. په هغه وخت کې هر کال د هېواد له جنوب څخه دا دو ښار ته ډېرې غلې دانې ليږدول کېدې، خو دغه غلې دانې د بيړيو له لارې دا دو ښار ته رسيدې او په مستقيمه توګه ښار ته نه شوی ننوتلی. نو د امپراتور هو بي ليه په حکم، د ١٢٩٢ کال په اګست کې د تونګ هوی په نامه سيند د جوړونې پروژه پيل شوه چې عمومی اوږدوالی يې دوه اتيا کيلو ميتره و. د دغه مصنوعی سيند له لارې بيړۍ په مستقيمه توګه د دا دو ښار ته ننوتلی شوی.

د يوان هېواد په هغه وخت په نړۍ کې يو ډېر پياوړی هېواد و. فارسی او يو شمېر عربی هېوادونو ور سره نژدی اړيکی درلودې. د دواړو هېوادونو د کارپوهانو تر منځ تګ راتګ زيات وو. ډېر اروپايی سوداګران هم يوان ته راتلل. د بېلګې په توګه، د ايتاليا مشهور سوداګر مارکو پولو هم له يوان څخه ليدنه کړې وه او د مارکو پولو د سفر يادښتونه د يوان او لوېديځو هېوادونو تر منځ د کلتوری تبادلې يو مهم کتاب وګرځېد.

په ١٣٥١کال کې د بزګرانو جګړه وشوه او په ١٣٦٨ کال کې جو يوان جانګ د مينګ امپراتورۍ بنسټ کېښود. جنرال شو دا د پوځ په مشرۍ دا دو ښار ته وخوځېد او د يوان امپراتوری له دا دو ښار څخه ووتله، نو د کرنې جنتری د اګست په دوهمه نېټه د شو دا په مشری د مينګ امپراتور پوځ دا دو ښار ونيو.