د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د خبري رسنيو خبر ور کړ چې د دغه هېواد ولسمشر پرويز مشرف د جولای په نهمه نېټه هيله څرګنده کړه چې له مذهبی پوهانو څخه جوړ شوی پلاوی په سره جومات کې کلابند کسان وهڅوي چې حکومت ته تسليم شي او دغه لانجه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
ښاغلي مشرف په همدې ورځ د حکومت د لوړ پوړيو چارواکيو له يوې غونډې وروسته وويل حکومت بايد د مذهبی پوهانو وړانديز ومني چې دغه لانجه په سوله ايزه توګه حل شي.
د سره جومات او حکومت تر منځ مقابله په همدې ورځ اوومې ورځې ته ورسيده او دواړه خواوې کله کله نښتی رامنځته کوی.