د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د چين سفير يانګ هو لن د جولای په نهمه نېټه د چينی حکومت په استازيتوب د افغانستان د ماليې له وزير انور الحق احدي سره دغه هېواد ته د مرستی ور کولو په اړه د يو موافقه ليک تبادله وکړه چې له مخې به يې چين افغانستان ته د لس مليون يوانو په ارزښت مرستندويه مواد او شل لکه امريکايی ډالره پيسی ور کړي.
ښاغلي يانګ هو لن وويل چين تل د افغانستان د بيا رغونې ملاتړ او پکې ګډون کوی او ور ته مرستی برابروي. چين به د افغانستان د يو ګاونډی هېواد په توګه په پر له پسی توګه د افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره خپل رول ولوبوي.