د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نهه ويشتمې دورې د اولمپيک لوبو د تشکلاتی کمېټې د خبري رسنيو د ادارې مشر سون وی جيا وويل د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې به د لومړی ځل لپاره په ريښتنی توګه د ارتی کرښی او بی سيم تلګراف اولمپيک تګلاره عملی شي.
ښاغلي سون خبريالانو ته وويل د ارتې کرښې له مخې به د ټولو خبريالانو کاري سيمې او د اولمپيک کلی او د خبري رسنيو کلی په پوره جوړ شي. نوموړی وويل د چين اړوند ارګان به د اولمپيک لوبو په موده کې له انټرنيټ شبکې څخه د استفادې په اړه بهرنيو خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي چې د دوی پرکارونو منفی اغېزه و نه شي.