د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د جولای په نهمه نېټه په جلا جلا توګه د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو سره ټيليفونی خبرې وکړې او په ترڅ کې يې د روانې مياشتې په اتمه نېټه د پاکستان په پېښور ښار کې پر چينايانو د بريد سخته غندنه وکړه.
ښاغلي مشرف وويل د پاکستان حکومت به تر وسی پوری مجرمين ونيسی او ور ته سزا ور کړي. ښاغلي عزيز وويل حکومت به په دغه هېواد کې د چينايانو امنيت ساتنې لپاره کوششونه وکړي.
د جولای په اتمه نېټه د پېښور په يوه فابريکه کې پر چينايانو د يوې ډلې وسلوالو کسانو لخوا بريد وشو چې له امله يې دري تنه ووژل او يو تن ژوبل شو.