<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-10 17:24:58    
يوان شيو شوانګ او د دې په نامه کورنی هوټل

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! دا دې يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی دې. زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ!

له وروستيو کلونو راهيسې په چين کې د سلانۍ چارو ډېره پرمختيا موندلې ده په تيره بيا سيلانيان له کليوال ژوند او ډوډۍ څخه د خوند اخيستلو لپاره کليو ته ځي. په داسې حال کې يوې کليوالې ښځې چې يوان شيو شوانګ نوميږي ، په خپل کور کې يو کوچنی هوټل پرانيست او د دوو کلونو د کوښښونو له لارې ددې د کورنۍ ژوند ښه شوی چې له امله يي په شا و خوا سيمه کې شهرت هم موندلی دی.. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن يوان شيو شوانګ کورني هوټل په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

په چين باندي د جاپان د تيرۍ په موده کې د تونلونو جګړه ډيره مشهوره وه چې د بېجينګ د شون يی د جياو جوانګ خو کليوالو د تيري کوونکو پرضد د مبارزې لپاره تر ځمکو لاندی اوږده تونلونه وکيندل او په دغو تونلونو کې يي پر دښمنانو باندي خوله ماتونکي بريدونه وکړل. له شپيتو کلونو راهيسې دغه تونلونه په ښه ډول ساتل شوي دي او هر کال زرګونه سيلانيان له دغو تونلونو څخه د کتنې لپاره د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه دلته راځي. له کتنې وروسته يو شمير سيلانيان عمومأ د کليوالو په کورونو کې څو ورځې تيروي او ځانګړي ډوډۍ خوری. نو د جياو جوانګ خو ځينو کليوالو په خپلو کورونو کې ساده هوټلونه پرانيستلي دي . يوان

شيو شوانګ هم په خپل کور کې يو وړوکي هوټل پرانست. دې پخوا د علاقه دارۍ په يوه روزونکی فارم کې د ژويو طبيب و. خو د خپل ماشوم او پلار و مور د ساتلو لپاره يې خپل رسمی کار پريښود او پخپله د يو کوچنی روزونکی فارم خاونده شوه

په کلي کې د سيلانۍ چارو په پيل کې يوان شيو شوانګ تل له هغو ګاونډيو سره مرسته کوله چې ډېر زيات سلانيان راغلل. ورپسې يوان شيو شوانګ هم پريکړه وکړه چې په خپل کورکې داسی کوچنی هوټل پرانيزی .دې وويل: 

د ٢٠٠٥ کال له سر راهيسی مې زموږ د علاقه دارۍ او کلي د ښځو ټولنو تر مرستې لاندی په ځايۍ دوديزې سيلانۍ پيل وکړ . پخوا زما د انګړ په يو اړخ کې يوازی يوه کوچنې کوټه وه او د سيلانيانو د منلو لپاره می د نويو کوټو د جوړولو او د انګړ د ښکلي کولو لپاره لسګونه زره يوانه پيسې ولګولې.

خبريال وليدل چې د يوانګ شيو شوانګ د انګړ په دواړو اړخونو کې يو قطار نوی ښکلی کوټې پرتې دي او د انګړ ځمکه يي هم په سيمټو پوښل شوېده. د يوانګ شيو شوانګ هوټل ډېر پاک دی او ښه چاپيريال د لا زياتو سيلانيانو د راجلبولو لامل دی. مېرمن يوان وويل: 

که څه هم د کليوالو ډوډۍ او د پخولو لارې چارې ډيرې ساده دي ، خو ځانګړتياوې لری.نن ورځ مخ په زياتيدونکي ښاريان غواړي کليو ته لاړ شی چې له کليوالو ډوډيو موډيو څخه خوند واخلی. مهمه خبره خو دا ده چې د لا زياتو سيلانيانو د منلو لپاره بايد تر هر څه لومړی غوره خدمتونه برابر شی او خواړه بايد پاک وي.

د دې ترڅنګ يوان شيو شوانګ د پاک چاپيريال، ښو خدمتونو او خوندورو خوړو له امله ډېر سيلانيان راجلب کړي او زياتې ګټې يي ترې اخيستي دي. يو

سيلانی په انګړ کې خبريال ته وويل:

زموږ خوا برابر شوي خواړه هيڅ ککړتيا نه لری چې سابه موپخپله کرل کيږي او د پخولو لارې چارې مو ځانګړي دي ، نو خوند يي ډير دی او بيه يي ارزان ده .غواړم وروسته بيا دلته راشم.

مېرمن يوان شيو شيوانګ خبريال ته خپل نوی پلان معرفی کړ او و يي ويل

په راتلونکی کال کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبې ترسره شي. په هغه وخت کې به ډير بهرني سيلانيان بېجينګ ته راشی. نو غواړم لازم سامانونه واخلم کوټې نوی تزيين کړم او دوه ځانګړی تشنابونه جوړ کړم.

د ٢٠٠٧ کال په مارچ کې يوان شيو شوانګ د بېجينګ ښار د شوين يی سيمې د ښځو ټولنې له خوا د نمونوي ښځې په نامه وبلل شوه او ددې کورنی هوټل په هکله معلومات په انترنيټ کې هم لوستونکو ته خپاره شويدي چې په پايله کې سيلانيان ورځ په ورځ زياتيږي.