<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-10 19:35:28    
د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د جون په اوه ويشتمه نېټه د اولمپيک سپورتي لوبو ته د خدمت په موخه د هوا پيژندنی په ساحه کې د نړيوالې همکارۍ او د ساينس او تخنيک په اړه د څيړنې پايلې د خپرولو لپاره يوه مطبوعاتی غونډه جړه کړه د بېجينګ ښار د هوا پيژندنې د ادارې مرستيال وانګ جيان جي د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو ته د خدمت په موخه د هوا پيژندنې په ساحه کې د نړيوالې همکارۍ او د سيانس او تخنيک په اړه د څيړنې د حالاتو پيژندنه وکړه. دغه همکاری او د څيړنې کار د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو ته د خدمت په موخه يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کيږي او د اړوندو څانګو پاملرنه يې ورجلب کړی ده. له ٢٠٠١ کال راهيسی، د بېجينګ د هوا پيژندنې څانګو په خپلو کارونو کې د يو لړ ستونزو د ليری کولو لپاره له بېلا بېلو څانګو سره همکاری او تګ راتګ پياوړی کړی او يو لړ برياليتوبونه او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

د چين د دولتی شورا تايوان چارو د دفتر وياند يانګ يې د جون په اوه ويشتمه نېټه په يوه نوبتی مطبوعاتی غونډه کې وويل: اوس د تايوان په ګډون يو شپيته چيني او بهرنۍ مشهورې تصدۍ د بېجينګ د اولمپيک له سپورتي لوبو سره د مرستې ورکونکو تصديو په توګه وټاکل شوی. په روان کال کې د دغه تصديو د راغونډولو کارونه په عمده توګه د معيوبينو د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د مرستې ورکونکو تصديو او د سپورتي سامان الاتو په اړه د مرستې ورکوونکو

تصديو د راغونډولو له دوو پلانونوڅخه عبارت دی. د چين حکومت غواړی چی د تايوان تصدي په فعاله توګه په دغو پلانونو کې ګډون وکړي.

په تايوان کې د اولمپيک د لوبو مشال د ليږدولو د مسئلې د يادونې په وخت کې ښاغلي يانګ يې وويل: په تايوان کې د مشال د ليږدولو لاره د دواړو غاړو اړوندو خواوو د ګډې سلامشورې له لارې ټاکلی شوې ده. د دواړو غاړو ګډ نظرونه د چين د تای بی د اولمپيک کميټې د مشرانو له خوا منلی او د اولمپيک د نړيوالې کميټې له خوا تصويب کړشوې. ښاغلي يانګ يې هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوی به د بېلا بېلو ستونزو په ليری کولو سره دغه لاره ومنی .

د روسيې د مسکو ښار او د مجارستان د بوداپست ښار په بلنه د بېجينګ ښاروال وانګ جي شان په مشرۍ پلاوی د جون په شپږويشتمه نېټه له بېجينګ څخه وخوځيد او په مسکو کې به د بېجينګ اوونۍ په نامه په فعاليت کې ګډون وکړي او له بوداپست ښار څخه به رسمی ليدنه وکړي. د مسکو بېلا بېلې خواوی د بېجينګ اوونۍ په نامه فعاليت ته ډيره پاملرنه کوي او ډيرې تصدۍ به د بېجينګ او مسکو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو او د سيلانۍ چارو د پيژندنې په غونډه کې ګډون وکړي. د روسيې د صنعتی او سوداګريزې ټولنې مشر زموږ خبريال ته وويل: د بېجينګ اوونۍ په نامه فعاليت به د دواړو ښارونو د تصديو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره ښه زمينه برابره کړي.