<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-10 19:04:40    
د چين د فوټبال نارينه لوبډلې په فعاله توګه د اسيايی کپ د ګټلو لپاره تياريانی ونيولی

cri

د اسيايی کپ د ګټلو لپاره د فوټبال څوارلسمه سيالی چې د جنوب ختيځی اسيا د څلورو هېوادونو اندونيزيا، ماليزيا، تايلند او ويتنام لخوا په ګډه تر سره کيږی، د جولای په اومه نېټه پرانيستل شوې. ځکه چې دغه سيالی په روان کال کې د چين د فوټبال د نارينه لوبډلې لپاره يوه ډېره مهمه سيالي ده، نو د چين د سپورت عمومی ادارې، د چين د فوټبال ټولنې، لوبغاړو او روزونکيو هم ور ته په درنه سترګه کتلي. د دغې لوبډلې وروستی روزنې د هه بی ولايت د شيانګ هه د فوټبال په دولتی اډه کې تر سره شوې.

په دغه اډه کې يوه اوونی روزنه ډېره سخته وه. د روزنې پر پياوړو محتوياتو سربيره، له شپږديرشو درجو څخه اوښتی توده هوا هم يوه ننګونه وه. لوبغاړو هره ورځ سهار او ماښام تمرينونه کول. خو تودې هوا د لوبغاړو پر رويې منفی اغېزه نه ده کړې. منځنی او شا هوفبک جانګ ياو کون وويل

د دغې روزنې په ترڅ کې د لوبډلې فضا ډېره ښه وه او د لوبغاړو تاوده احساسات هم لوړ وو. زما په اند، د دغې روزنې له لارې د بدنی توان د زيرمې او خپل منځی همغږۍ په برخو کې مو پرمختګ تر لاسه کړی دی.

د لوبغاړو د بدنی توان او مهارتونو پياوړتيا د دغې روزنې عمده ټکي وو. د بدنی توان روزنه چې د بهرني روزونکی لخوا تر سره شوه، پکې يوه د پاملرنې وړ برخه وه. له ٢٠٠٥

کال راهيسی د چين په ملی لوبډله کې د بدنی روزنې روزونکی موجود نه و، نو د لوبغاړو د بدنی روزنه بشپړه نه وه. خو د اسيايی کپ د ګټول څوارلسمه سيالی په توده جنوب ختيځی اسيا کې تر سره کيږی، نو کافی بدنی توان د برياليتوب لپاره د چينی لوبډلې يو اړين شرط دی. له دې امله د چين د فوټبال ټولنې د نيو کاستلی ايتلافی لوبډلې څخه د بدنی توان د روزونکی مرستيال راغوښتی دی. ده چينی لوبغاړو ته د روزنې هغه لارې چارې ور زده کړې چې په اروپا کې مروجې دی. د رسمی روزنې مخکې، لوبغاړو لومړی څلويښت دقيقی د بدنی توان روزنه تر سره کړه. د روزونکی تر لارښوونې او د خپلو کوششونو له لارې، د لوبغاړو بدنی توان په څرګنده توګه لوړ شوی دی. پر دې سربيره، د مهارتونو او د خپل منځي همغږۍ په برخو کې يې هم پرمختګ تر لاسه کړ. عمومی روزونکي جو ګوانګ خو وويل 

د لوبغاړو حالات ښه دی، بايد وويل شي چې د دغې اسيايی کپ د سيالۍ لپاره زموږ تياريانی په ښه توګه تر سره شوی دي.

د اسيايی کپ ګټلو په سيالۍ کې چينی لوبډله په سي ګروپ کې شامل ده چې په جلا جلا توګه به له ايران، ازبکستان او ماليزيا سره سيالي وکړي. روزونکي جو وويل ايران په اسيا کې تل يوه تکړه لوبډله ده، ازبکستان په ١٩٩٤ کال کې د هيروشيمه په اسيايی لوبو کې طلايی مډال تر لاسه کړ او ماليزيا کوربه هېواد دی. دوی په جلا جلا توګه خپلې غوره والی لري، نو موږ بايد په درنه سترګه ورته وګورو.

د اسيايی کپ په تيره سيالی کې چينی لوبډلې د لوبغاړو په کوششونو سره په وروستی سيالی کې ګډون وکړ. خو اسيايی کپ سږنی سيالی نه يوازی په توده جنوب

ختيځه اسيا کې تر سره کيږی، بلکې د استراليا لوبډله هم پکی ګډون کوی، نو د چينی لوبډلې لپاره برياليتوب تر لاسه کول يو اسان کار نه دی. د دوی موخه دا ده چې په لومړنيو څلورو لوبډلو کې شامل شي. په دې اړه روزونکي جو باور څرګند کړ. هغه وويل

اوس موږ پوره باور لرو. که څه هم زمونږ په وړاندی زياتې ستونزې موجودې دي، خو موږ ډېر پلانونه ټاکلي دی. کله چې ستونزه رامنځته شي، موږ به په نژدی وخت کې د دغې ستونزې د ليری کولو لارې چارې پيدا کړو.

د جولای په پنځمه نېټه چينی لوبډله ماليزيا ته ورسيده او وروستی تياريانی يې وکړې. د جولای په لسمه نېټه به د دوی لومړی سيالی تر سره شي.