<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-10 18:43:35    
بزګرانو د څاڅکيو په ډول د اوبو لګولو له پرمختللی تکنالوژۍ څخه ګټه تر لاسه کړې ده

cri

د چين په کرهڼيزو چارو کې ډېرې اوبه کارول کيږي چې د لګول شويو اوبو اندازه د هېواد د دغه ډول اوبو د عمومی اندازې په سلو کې ٦٤ برخه نيسی.د اوبو سرچينو د کمښت په وړاندی د چين په ډېرو زياتو سيمو کې په کرهڼيزو چارو کې اوبه سپمول کيږي چې ترې لازياتې ګټې تر لاسه شی.د چين شمالی سيمه تل ډېره وچه وي. په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين په دغو سيمو کې د اوبو سپمولو په باب معلومات وړاندی کړو.

د شان دونګ ولايت د جاو يوان ښار د شين ځوانګ علاقه داری د دونګ ليانګ په کلی کې ٦٥ کلن ليو شينګ ليانګ څه د پاسه دېرش هکتارو په مساحت انګور ايښيی دي. هغه خبريالانو ته وويل د دغو انګور د کرلو په بهير کې د څاڅکيو په ډول د اوبو لګولو پرمختللی تکنالوژي کارول شوې ده. ځکه چې زياتې اوبه د انګورونو داوبولو لپاره مساعدې نه دي.نوموړی زياته کړه چې له ٢٠٠٠ کال څخه يې د انګورو په کرلو پيل کړی او له دوو کلونو وروسته يې د دغې تکنالوژۍ سامان ألات وکارول. پخوا په هر هکتاره کې د انګور توليدی اندازه يوازی ٦٠ کيلو ګرامو ته رسيده . خو اوس دغه اندازه ١٢٠ کيلو ګرامو ته رسيږي.

د څاڅکيو په توګه د اوبو لګولو پرمختللی تکنالوژی يوه عصری تکنالوژی ده، خو پانګه يې زياته ده، نو دغه تکنالوژی ژر نه شی دودکيدلی.اوس د کرهڼيزو محصولاتو شرکتونه د زياتو کليوالو سيمو له اړوندو څانګو سره د دغې تکنالوژۍ د

خپراوی په برخه کې کوشش کوي. د ښاغلی ليو دغه تجهيزات د ده د کلی او د سينګاپور د فو فا د ځونګ ځي شرکت له خوا په ګډه پانګونه برابر شوي دي. په همدی وخت کې د ښاغلی ليو انګور د دغه شرکت له خوا اخيستل شوی او بيا نورو هېوادونو ته صادر شوي چې بزګرانو ترې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.د لومړۍ شمېرنې له مخې تر اوسه پوری په چين کې د هغو ځمکو اندازه اته لکه هکتارو ته رسيدلې چې دغه ډول تکنالوژی پکې کارول کيږي.

د دغې تنکالوژۍ د کارولو له امله په ځينو سيمو کې د کرهڼې بڼه بدله شوی ده.د شان شی ولايت د چينګ شيو ولسوالۍ د دونګ نان فانګ په کلی کې پخوا په ځمکو کې جوار کرل کيدل، خو له هر هکتار ځمکې څخه به يوازی ١٣ يوانه تر لاسه کيدل. د دغه کلی د ګوندی کميټې مشر يانګ سنګ لي داسی حالت ليدلی چې په وچو ځمکو کې ښه حاصل نه دی تر لاسه شوی، نو له کليوالو وګړيو سره يې تخجې کرلي او د اوبو سپمولو تجهيزات يې کارولی چې له امله يې د بزګرانو عايدات زيات شوی دی.

سربيره پردی د چين په زياتو سيمو کې د اوبو سرچينو اداره د نوي بڼې جوړولو ازموينه تر سره کوي. د شان سی ولايت د جيا ما کو په سيمه کې دغه بڼه خپريږي. او سيمه ايزو بزګران يې هر کلی کوي.

د چين د اوبو لګولو وزارت يو مسئول لی يوان هوا زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل دغه وزارت د اوبو سپمولو لپاره ډېر کوشش کوي چې په ترڅ کې به يې بزګران به ترې نوی تنکالوژی وکاروي او عايدات به يې زيات شی.