د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد د جولای په لسمه نېټه وويل د دغه هېواد حکومت او د سره جومات د وسله والو کسانو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او په همدې ورځ د پاکستان امنيتی ځواکونو پر دغو وسله والو کسانو بريد وکړ.
نوموړي وويل تر اوسه پوری د پاکستان امنيتی ځواکونو د سره جومات زياته برخه کنترول کړی ده. ده زياته کړه د نښتو په ترڅ کې اته تنه سرتېري وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي. نژدی څلويښت تنه وسله وال کسان وژل شوي او څه باندی پنځوس تنه نور وسله وال کسان حکومتی پوځ ته تسلم شول. دغه راز لږ تر لږه شپږويشت تنه زده کوونکي د جګړې پر وخت له سره جومات څخه تښتېدلي او اوس د پاکستان د پوځ په ولکه کې دي.