<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-11 17:23:30    
د چين د منګول د قوم په باب څه معلومات

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د ٌ منګول ٌ د قوم په باب څه معلومات وړاندی کړو٠

د چين د ٌ منګول ٌ د قوم نفوس څه نا څه پنخه مليونو تنو ته رسيږی چه له دی جملې څخه دری نيم مليونه تنه د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی او نور يی د شمال لويديځ چين د شينجيانګ په خودمختاره سيمه او د چينګ های او ګان سو په ولايتونو او د شمال خيتځ چين د لياو نين ، جی لين او هی لونګ جيانګ په ولايتونو کښی ژوند کوی٠

د منګول قوم د چين د ٌ تانګ ٌ د سلسلې يعنی په ميلادی اوومه يا اتمه پيړۍ کښی د يوه مشخص قوم په حيث راښکاره شو٠ په لومړی وخت کښی يی د چين او روسيې د سرحدی سيند ٌ ايرګونا ٌ په ناوه کښی ژوند کاوه، بيا وروسته ګام په ګام لويديځې خوا ته خپاره شول او په دی ترڅ کښی له دی قوم نه زيات قبائل جوړ شول٠ په ميلادی ١٢٠٦ کال کښی د منګول د قوم مشر چنګيز بيلا بيل قبائل سره يو کړل او د منګوليا سلطنت يی جوړ کړ٠ وروسته له هغه د ستر جنګيالی او سياستمدار چنګيز په مشرۍ د منګوليا خلکو او پوځونو د خپل سلطنت د خاورې د پراخولو دپاره کوششونه وکړل او په ميلادی ١٢٧١ کال کښی يی د چين يووالی ترسره کړ او د چنګيز د لمسی خوبيرل لخوا د ٌ يوان ٌ سلسله جوړه شوه چه د دې سلسلې ارضی مساحت د چين د پخوانيو امپراطوريو سلسلو په نسبت پراخ ؤ٠ منګول هغه قوم دی چه د زياتو قومونو لرونکی هيواد چين د ټينګتيا او پرمختګ دپاره يی ډيرې سترې کارنامې قائمې کړيدی٠

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه دمخه د منګول د قوم يو شمير وتلو شخصيتونو د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی د چين تر ټولو قومونو نه مخکښی په قومی ازادی غوښتونکی مجادله کښی بری موندلی او د ١٩٤٩ کال د می په لومړی نيټه يی د چين لومړی قومی خودمختاره سيمه يعنی د داخلی مغولستان خودمختاره سيمه جوړه کړيده٠

د منګول قوم خپله ځانګړی ژبه او ليک دود لری٠ په اوږده تاريخی موده کښی دی قوم خپل ځلاند او روښانه کلتور ساتلی او د چين د علم ، تخنيک او کلتور د پراختيا دپاره يی زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠ د منګولی ژبې مشهور حماسی ٌ جانګړ ٌ د چين په درو لويو حماسی اثارو کښی ځای لری او ٌ د منګوليا د پټ تاريخ ٌ په شمول يو شمير لرغونی کتابونه د ملګرو ملتو د يونسکو د ادارې لخوا د نړۍ د مشهور کلتوری ميراث په حيث ټاکل شويدی٠

د منګول د قوم خلک پر لامايی دين يعنی تبتی بوديزم باندی عقيده لری٠ ګاڼی، اوږد لباس، کمربند او موزې د دوی د لباس څلور عمده برخې دی٠ منګول عمومأ شپانه او زراعت پيشه خلک دی٠ د غوايانو او پسونو غوښې او شيدې د دوی عمده خوراک دی٠ د دی قوم خلک له سندرو ويلو او نڅا کولو سره شوق لری او د سپورتی لوبو سخت مينه وال دی ٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د منګول د قوم په باب څه معلومات واوريدل٠