<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-11 19:00:22    
دلې فونګ خدمتونو ته د بدلې ورکولو دفتر

cri

د چين په شمال ختيځ د جي لين ولايت په چيان چون ښار کې يو ځانګړي ولسي سازمان شته چې د لې فونګ خدمتونو ته د بدلې ورکولو د دفتر په نوم ياديږي ٠ دغه دفتر د چيانګ چون ښار د اوسيدونکي ښاغلي وو شاو لي له خوا په خپلو پيسو جوړ شوي دي ٠ دغه دفتر په ځانګړي ډول د ټولنې هغو زړه سواندو کسانو ته چې تل له نورو سره مرسته کوي ، د هغوي د خدمتونو په بدل کې د مادي او معنوي پلوه مرستې کوي٠

په چين کېد لې فونګ له نوم سره ډير خلک أشنا دي ، په تيره بيا هغه وګړي چې د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې يي وده کړي ، د لې فونګ په هکله يي زياتې کيسې اوريدلي ٠ لې فونګ د چين د ازادي بښونکي پوځ يو سر تيري و او په ١٩٦٢ کال کې د خپلې دندې د تر سره کولو په وخت کې په بد مرغه توګه مړ شو ٠ ده په خپلو دوه ويشتو کلونو عمر کې له ډيرو خلکو سره زياتې مرستې وکړې ٠ هغه ويلي و چې زه بايد خپل محدود عمر د خلکو له پاره نا محدودو خدمتونو ته وقف کړم ٠ دده پراخه سينه او د نورو له پاره د خدمت لوړه روحيه د چين د بې شميره خلکو له پاره د زده کولو يو سرمشق ګرځيدلي او په چين کې دده نوم د نورو سره د مرسته کولو او پاملرنې نښه هم ګڼل کيږي او دده روحيه په چين کې نسل په نسل ساتل شوې ده ٠ ښاغلي ووشاو لي په ١٩٥٦ کال کې زيږيدلي او د لې فونګ له روحيې څخه په زده کړو يي د سندرې په اوريدلو او ويلو سره وده کړې ده ٠ هغه وويل چې له اتو يا نهو

کلونو مخکې يوه ورځ چې سخته واوره اوريده ، د ټکسي چلولو په وخت کې زما د موټر ټير وچاوديد، په همدي مهال يو موټر چلوونکي خپل موټر ددراوو او د تل ټامر د بدلولو له پاره يي ژر له ما سره مرسته وکړه ٠ هغه مهال ما له هغه څخه د زړه له کومې ډيره مننه څرګنده کړه او فکر مي وکړ چې که مې وروسته اقتصإد ښه شي ، زه به هرومرو يو سازمان جوړ کړم او دغسې زړه سواندو کسانو ته به د ادا ورکولو له پاره کوشش وکړم ٠

په ٢٠٠٦ کال د اپريل په مياشت کې ښاغلي وو شياو لي په خپلو پنځوس زرو يوانو زيرمو د ټولنې زړه سواندو کسانو ته د عوض ورکولو په موخه د لي فونګ په نوم خپل دفتر جوړ کړ ٠ د دغه دفتر له جوړيدو وروسته يي سم د لاسه يو زيات شمير داوطلبان ځان ته راجلب کړل ٠ دغه داوطلبان په فارع وخت کې په ټولنه کې د پلټنو له لارې د لې فونګ په شان زړه سوانده کسان لټوي ، که دوي په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ وي ، نو نوموړي دفتر دوي ته د توکيو او پيسو مرستې برابروي ٠ سپين ږيري ښاغلي يانګ چنګ هنګ د څه د پاسه لسو کلونو راهيسي په دواطلبانه توګه د اوسيدونکي سيمې د لارې ترميمولو ، د ګلانو، واښو او ونو په کيښودلو بوخت دي ، که څه هم کورن ژوند يي ډيرې ستونزې لري ، خو کله کله تر خپلې وسي پوري له نورو ډيرو بي وزلو کورنيو سره مرستې هم کوي ٠ نو د لې فونګ دفتر ښاغلي يانګ ته دري سوه يوانه او يوه اندازه خواړه ورکړل ٠ ښاغلي يانګ وويل چې زه ډيره خوشحاله يم ځکه پخوا دغسي کار هيڅ نه تر سره کيده ، وروسته به زه نور کوشش هم وکړم چې زما سره د ټولنې

پاملرنې ته ځواب ورکړي ٠

د لې فونګ په دغه دفتر کې څه د پاسه شپيته تنه داوطلبان شته چې ډير لوړ عمر لرونکي يي يو اويا کلن دي او ډير وړوکي يي يوازي اته کلن دي ٠ داوطلبه ميرمن ګو شو هوا يوه يتيمه ده ، هغې وويل کله چې زه لويه شوم ، نو ومې ليدل چې ځيني يتيمان ډير بي وزلي دي ، نو زه هيله لرم چې بايد دغې ټولنې ته څه خدمتونه او مينه ورکړم ٠ اوس مونږ د دغه سازمان غړي يو، که هر يو خپله لږ څه مينه ټولنې ته ورکړي ، دا به پر ټولنې باندې ستره اغيزه وکړي ٠ د چينايانو د دوديزې مفکورې له مخې له لې فونګ څخه د زده کړه کولو عمل د عوض بيرته اخيستلو ته اړتيا نه لري ،خو ښاغلي وو شاو لي وويل چې په بازاري اقتصاد کې د چين ټولنه له ننوتلو وروسته په ټولنه کې دغريبانو او بډايانو ترمنځ توپيرونه ډير زيات شوي دي ٠ کيداي شي چې هر څوک مرستې ته اړتيا ولري ٠ اوس زه دا توان لرم چې نورو ته مرستې ورکړم ٠ زما په أند د ټولنې په پرمختګ او بدليدو سره له لې فونګ څخه دزده کړې کولو په بهير کې بايد اختراعات هم رامنځته کړو ٠