<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-11 18:43:23    
د چين په لويديځ کې د أيوډين د کمی له امله د رامنځته شويو ناروغيو مخنيوي

cri

د چين د روغتيا وزارت مرستيال وانګ لونګ ده لږه موده دمخه د شينجيانګ په مرکز اورومچي کې وويل چې چين د أيوډين د کمی له امله د رامنځته شويو ناروغيو د مخنيوي په هکله څرګند برياليتبونه ترلاسه کړيدي ، خو د هيواد په لويديځه سيمه کې دغه ګامونه چټک نه دي . نو حکومت به پلان جوړ کړی چې له مخې به يي تر دوه زره او لسم کال پورې د هيواد په پنځه نويو سلنو ولسواليو کې د أيوډين کمی د ناروغيو له منځه وړلو هدف ترسره شی .

أيوډين د بدن لپاره اړين ګټور عنصر دی او د دغه ډول عنصر د کمښت له امله د غدې پاړسوب او ذهنی نيمګړتيا په شمول ډول ډول ناروغۍ رامنځته کيږي . چين د أيوډين کمښت له سخت خطر سره مخامخ دی چې د هيواد په زياتو ولايتونو کې تر بيلا بيلې اندازې پوري دغه ډول ناروغۍ خپره شوې . د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسې د چين د روغتيا وزارت د دغو ناروغيو د مخنيوي لپاره اغيزمن تدبيرونه غوره کړي او څرګند برياليتوبونه يي ترلاسه کړيدي .

د روغتيا وزارت ، د پرمختګ او اصلاح کميټې او د چين د مالګو عمومي شرکت د شينجانګ په مرکز اورومچي کې د يادو شويو ناروغيو د مخنيوي په هکله يوه غونډه ترسره کړه . ښاغلي وانګ لونګ ده په غونډه کې وويل په دوه زره او پنځم کال کې په ټول هيواد کې د أيوډين د کمښت ناروغيو په هکله له پنځمې نمونوی پلټنې او د ولسوالۍ په کچه د أيوډين لرونکې مالګې د کارولو په هکله د تير کال له تحقيقاتو څخه څرګنديږي چې زموږ په هيواد کې د وګړيو لخوا د أيوډين استعمالولو سويه مناسبه ده او د وړ أيوډين لرونکې مالګې د کارولو انډول او د تروييد غدې

پاړسوب يا جاغور لرونکو ماشومانو تناسب په عمومی ډول له نړيوال هدف سره سمون لری .

د ښاغلي وانګ په وينا د برياليتوبونو د تر لاسه کولو تر څنګ د هيواد په ګوښه غرنيوځايونو او د ملي لږکيو په سيمو کې په تيره بيا د هيواد په لويديځ د شينجيانګ د خپلواکې سيمې او نورو شپږو ولايتونو په څلور سوه ولسواليو کې د أيوډين لرونکې مالګې د استعمالولو تناسب ټيټ دی ، نو د هغه ټاکلي هدف د ترسره کولو دنده لاهم درنه ده چې تر دوه زره او لسم کال پورې د هيواد په پنځه نويو سلنو ولسواليو کې د أيوډين کمښت له امله پيدا کيدونکي ناروغۍ له منځه يووړل شی .

د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د روغتيايي ادارې مشر محمد امين نياز وويل چې د خپلواکې سيمې حکومت د يادو شويو ناروغيو د مخنيوي په هکله د بېلا بېلو کچو حکومتونو او څانګو دندې وټاکلې او پرېکړه يي وکړه چې د سيمې په جنوبي څلورو ولسواليو کې بزګرو ته د أيوډين لرونکو مالګو د برابرولو لپاره اتلس مليون يوانه مرسته ورکړي چې په ټوله سيمه کې تر دوه زره او لسم کال پورې د حکومت لخوا ټاکلی هدف ترسره شی .

برسيره پردې د شينجيانګ طبی ادارې د می په پنځلسمه نېټه په اورومچی ښار کې د جاغورپه شمول د يو لړ ناروغيو د مخنيوي لپاره ستر تبليغاتي فعاليتونه ترسره کړيدي . يوې اويغورې ښځې چې اواګلي نوميږي ، لس تبليغاتي تصويرونه واخيستل او خبريال ته يي وويل د أيوډين کمښت د انسان ذهني ودې ته زيان رسوی . د کوچنيتوب په وخت کې می ډير جاغورلرونکي ماشومان وليدل چې غاړې

يي ډيرې پړسوبې وې . خو اوس په ښارونو کې داسی ناروغان کم ليدل کيږي . رښتيا ده چې د أيوډين پوره والي اسان کار دی يانی د خوراک عادت بدلول دي . خو د شينجيانګ په جنوبي کليوالو سيمو کې زيات شمير وګړي داسی مالګې خوري چې أيوډين پکي نه وي ځکه چې دوی د أيوډين کمښت له زيانونو څخه بی خبره دي .

د وزير مرستيال وانګ لونګ ده وويل د حکومت لخوا د ټاکلي هدف د ترسره کولو لپاره د بېلا بېلو کچو طبي څانګې بايد اړين کارکوونکي وروزي ، ګڼ شمير وګړيو ته د أيوډين د کمښت د زيانونو په هکله معلومات ورکړي او د رامنځته کيدونکو ناروغيو د مخنيوي په هکله ددوی ويښتيا لوړه کړي .