<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-11 19:51:50    
د چينی پوهنتونونو او پوهنځيو محصلين هيله لری چې د هانکانګ راتلونکی به لا ښه وي

cri

خپل وطن ته د هانکانګ د بير ته راتګ د لسمی کاليزې د يادونې لپاره د دغې سيمې د برياليتوبونو نندارتون اوس مهال په بيجينګ کې د نندارچيانو پر مخ پرانيستی وی. د چين د د لوړو پوهنتونونو او پوهنځيو زيات شمېر زده کوونکيو له نندارتون څخه د ليدنې کتنې په ترڅ کې وويل په يو هېواد کې د دوو نظامونو پلی کولو تګلارې له مخې په هانکانګ کې برياليتوبونه تر لاسه شوي او په لسو کلونو کې په دغه سيمه کې ثبات او سمسورتيا ساتل شوی دی. دوی هيله لری چې د هانکانګ راتلونکی به نور هم ښه وي.

له نندارتون څخه د ليدنې کتنې په وخت کې د هانکانګ سمسورتيا او پرمختيا د محصلينو په زړونو کې ژورې خاطرې پرې ايښې دي. د دوی په وينا هانکانګ يو ډېر لوی أزاد ښار دی چې اقتصاد يې ډېر پرمختللی دی. په هانکانګ کې د زيات شمېر پوهنتونونو سويه ډېره ښه ده اوګڼ شمېر زده کوونکي په کې د زده کړې هيله لری.

په نندارتون کې زده کوونکيو د هانکانګ د سترې پرمختيا په اړه ډېره حيرانتيا څرګنده کړه. په هغه وخت کې چې د چين او بريتانيا تر منځ د هانکانګ د اداری حق سپارلو مراسمو ننداره کېږي، د زده کوونکيو لپاره يو ډېر پارونکی مهال وی. د بيجينګ د صنعتي چارو پوهنتون يو زده کوونکي وانګ جی مين وويل خپل وطن ته د هانکانګ د بير ته راتګ په وخت کې مې زړه له احساساتو ډک وي، ځکه چين په پايله کې د هانکانګ د اداری حق يو ځل بيا تر لاسه کړ. زه د يو چينايی په توګه په دې اړه ډېر وياړم.

د لسو کلونو په اوږدو کې د هانکانګ پرمختګ ډېر سالم نه و او په ترڅ کې يې د أسيا پولی بحران او د سارس ناروغی پېښی هم په هانکانګ کې رامنځته شوې، خو دغې سيمې له دغو ستونزو سره د مخامخ کېدو په ترڅ کې بيا هم په ټينګ هوډ سره پرمختيا کړې ده. اوس هانکانګ په ټوله نړۍ کې يوولسم سوداګريز ځای، د بهرنيو اسعارو د معاملاتو په هکله شپږم لوی بازار او دغه راز په أسيا کې هم د اسهامو دوهم بازارګرځيدلی دی. په دې هکله زده کوونکي وانګ جی مين وويل په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلی کولو تګلاره په هانکانګ کې په ښه توګه پلی شوی چې د چين له حالاتو او د هانکانګ له پرمختيا سره سمون لری. د چينګهوا پوهنتون يو زده کوونکي وو هاو وويل د هانکانګ ښاريان په فعاله توګه کارونه تر سره کوي او د ډله ايزو کوششونو نظريه لری. له لسو کلونو راهيسی د هانکانګ حکومت او د چين د سترې برخې حکومت د دغې سيمې د پرمختيا ډېر ملاتړ کړی دی.

په لسو کلونو کې د چين د سترې برخې او هانکانګ تر منځ اقتصادی او سوداګريزې اړيکې ټينګ شوې دي. سر بيره پر دې د زده کړې او روزنې په برخه کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ ډېره پياوړې شوی ده. د هانکانګ پوهنتون او د چينی ژبی پوهنتون په شمول ځينی مشهور پوهنتونونه هم د سترې برخې زده کوونکی راجلبوی. دو تيان يو له بيجينګ ښار څخه د هانکانګ د چينی ژبی په پوهنتون کې زده کړه کوي او په دغه ځای کې د زده کړې له بڼې سره ډېره علاقه لری. هغې وويل د هانکانګ پوهنتونونه د ډېرې ستاينې وړ دی او د پوهنتونونو زده کوونکي يې ډېر دوست دی.

په لسو کلونو کې د هانکانګ پخوانی ټولنيز او اقتصادی نظام او د ژوند لارو چارو دوام کړی او د يو أزاد بندر او دغه راز د پولی، سوداګريزو او د سمندری ليږد راليږد چارو د مرکز په توګه د دغې سيمې مقام نه دی بدل شوی. خو د هانکانګ او سترې برخې تر منځ اړيکې ټينګې شوې او دغه سيمه نوره هم سمسوره شوې ده. زده کوونکي د هانکانګ او وطن په هکله ډېر وياړي او وايي چې د هانکانګ راتلونکی به نور هم ښه وي.