<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-12 15:21:32    
طلايی صورت او پومبه يی مفز

cri

دغه متل د هغه طعنه کوونکی مقالې څخه چې نارنج خرڅوونکي د اعلاميې په نامه ياديده، راغی. ليکوال ليو بو ون شپږ سوه پنځوس کاله دمه د چين د مين د سلسلې د لومړي امپراطور مشاور و او نور عالی او هم وظايف يی هم په غاړه درلودل. هغه د نارنج خرڅوونکي له خولې څخه د مين سلسلې نه دمخه د يون په امپراطوری دوره کې د حاکمانو فساد او زوال طعنه ورکړ او ويی ليکل چې يو ميوی خرڅوونکي د هانګ جو په ښار کې نارنج د ذخيره کولو لپاره ډير تجربه کار و او د ده له خوا ذخيره شوي نارنجونه د ژمي او دوبي نه وروسته لا هم نه خرابيږی. مګر د نارنج د طلايی رنګ لرونکي پوستکې په منځ کې مغز يی د زړې پومبې په شان و چې ښکاريده. نو زه ډير ميران شوم او په قهر می په خرڅوونکي باندی انتقاد وکړ چې و می ويل چې دا بالکل په نورو فريب کول دي. مګر خرڅوونکي په مسکا وويل ډير کاله کيږی چې په نارنج خرڅولو لګيا يم، خو هېچا په ما نه دی ملامت نه دی کړی، ځکه چې په دنيا کې فريبکاران ډير دي، ايا يوازی زه يم ؟ مثلأ هغه جنرالان چې زغرې يی اغوستي وې، په ظاهره کې متکېر دي، خو په اصل کې په نظامی فن هېڅ نه پوهيږی او له دښمن څخه ويريږی، همداشان هغه ملکی مامورين چې لوکس لباس يی اغوستی و، هم د غريبو خلکو سره هېڅ مرسته نه کوي او هم د دولت د اداره کولو په حقله ابتدايی معلومات نه لري. په عمومی ډول دوی د خپل هېواد دفاع نشی کولی او له خلکو سره هېڅ خدمت نشی کولی. که څه هم دوی عالی چوکی نيولی او هره ورځ فاخرانه ژوند تيروی او هېڅ د شرم او حيا احساس نه لری. بالکل زما له خوا د خرڅ شوي نارنج ته ګوته نيسی او دغسی فاسدو کسانو ته نه ګوری. دغه متل چې وايی طلايی صورت او پومبه يی مغز، په هغو کسانو او څيزونو باندی اطلاق کوی چې په ظاهره جوړ او په حقيقت کې وروسته وی. د دې متل غوندی بل مترادق متل دا دی چې ګلدوزی شوی بالښت، ځکه چې په ګلدوزی شوي بالښت کې واښه دي.