د کاسپيان بحيره په اصل کی بحيره نه ده او په نړۍ کی تر ټولو لوی جهيل دی چی د اروپا او أسيا د لويو وچو په منځ کی واقع دی٠ د دغی بحيری جنوب لويديځ او جنوب د قفقاز او ايربور واورينو غرونو له خوا محاصره شوی او نورې دری خواوی يی له دښتو سره تړلي دي٠ کاسپيان د يوی قبيلی نوم دی چی په لرغونی زمانه کی د قفقاز په ختيځ کی اوسيده٠ ولی خلک کاسپيان ته بحيره وايی؟ لامل يی دا دی چی دغه لوی جهيل د بحر خصوصيات لری مثلا مساحت يی ډېر لوی، اوبه يی ډېری ژوری او کله کله د بحر په شان څپی ورڅخه پورته کيږی او په دغه جهيل کی ژوند شوی حيوانات او نباتات هم په بحرونو کی پيدا کيږی٠ ځکه چی څو مليونه کلونو مخکی کاسپيان د توری بحيری او مديترانی سره يو ځای شوی و٠ خو يوولس زره کلونو مخکی د ځمکی د پوست د حرکت له امله کاسپيان له توری بحيری څخه جلا شو او په يوه جهيل بدل شو٠ د جغرافيا له نظره دغه ډول جهيل د بحيری جهيل په نامه ياديږی٠ د کاسپيان بحيره د ائيس ( S ) شکل لری او يو زرو دوه سوه کلومتره اوږدوالی او دری سوه شل کيلو متره پلنوالی لری، د جهيل ساحلی کرښی تقريبأ اوه زره کيلومتره اوږدی او پراخولی يی دری لکه اويا زره مربع کيلومتره دی چی دغه پراخولی د نړۍ له دوهم لوی جهيل څخه څلور نيم چنده لوی دی٠ د دغه جهيل په شمال کی د اوبو ژوروالی يوازی له څلورو مترو څخه تر اتو مترو پوری دی، د جهيل په مرکزی برخه کی د اوبو ژوروالی له يو سلو اويا مترو څخه تر اوو سوو اته اتياوو مترو پوری دی، خو د جهيل په جنوب کی دغه ژوروالی حتی يو زرو پنځه ويشتو مترو ته رسيږی، د کاسپيان په بحيره کی د اوبو د ذيرمو اندازه شپږ اويا زرو مکعب کيلو مترو ته رسيږی٠
د کاسپيان بحيری د اوبو سطح بدلون مومی او د دغه بدلون د رامنځته کيدو لامل د اقليمی بدلون او دځمکی د پوست له بدليدو څخه پرته مصنوعی ورانکاری هم ده٠ مثلا د والګا سيند په ناوه کی چی کاسپيان بحيری ته د اوبو د بهيدو لويه منبع ده، د اوبو لګولو زياتی پروژی جوړی شوی او کاسپيان بحيری ته د اوبو د بهيدو اندازه هر کال پنځوس مکعب کيلو متره کميږی٠ نو د کاسپيان بحيری ته د اوبود بهيدو د اندازی د کميدو له امله د بحيری سطح هر کال شپږ اوه سانتی متره ټيټيږی٠ د متخصصانو په اټکل که لازم تدابير غوره نه شی، نو د اوبو سطح به نوره هم ټيټه شی او د بحيری پراخوالی به هم ډېر کم شی چی دا به نه يوازی د کاسپيان بحيری اکولوژی ته ، بلکی د دغی بحيری په شاوخوا سيمه کی د پرتو هېوادونو اقتصاد ته ډېر زيانونه ورسوی٠
د نيل سيند د افريقا له بوروندی څخه سرچينه اخلی او له اوګاندا، سودان او مصر څخه مديترانی ته بهيږی او عمومی اوږدوالی يی شپږ زره شپږ سوه يو اويا کيلومتره دی، که څه هم د دغه سيند اوږدوالی په نړۍ کی لومړی مقام نيسی، خو د اوبو ظرفيت يی په نړۍ کی يوازی پنځه دېرشم لمبر نيسی چی د چين د لومړی اوږد سيند يعنی د يانځه سيند د ظرفيت يو په ديارلسمه برخه نيسی٠ د نيل سيند په پاسنی برخه کی اوبه ډېری دی، خو په منځنی برخه کی د سودان له پراخو دښتونو څخه د تېريدو په بهير کی د هوا د تودوالی له امله په بخار تربدليدو وروسته يی اوبه ډېری کمی شويدی، نو د دغه سيند د اوبو ظرفيت ډېر کم دی ٠ د نيل سيند د لرغونی مصر د تمدن سرچينه وه او مصريانو لدې لارې د انسانانو لپاره زرين تمدن ايجاد کړی و٠