<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-13 18:11:42    
سپوږمۍ

cri

زما پښتو نوم سپوږمۍ او چينايي يا اصلي نوم مې وانګ هنګ (Wang Heng) دى. د چين د فو جيان ولايت په مرکز فو جو ښار كې د ۱۹۸۱ كال د جولاى په درېيمه نېټه زېږېدلې يم، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږم. لومړۍ زده كړې مې د نوموړي ښار په منځني ښوونځي کې کړې دي. د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته راغلم او د چين د ډله ايزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو ټولګي کې شامله شوم او د پښتو ژبې په زده كړه مې پيل وكړ. د څلورو کلونو زده كړې په موده کې ما د افغانستان د تاريخ، د پښتو ژبې د ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ايز مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. د زده كړې له پاى ته رسولو وروسته مې د ٢٠٠٤ کال په اګيست مياشت کې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار پيل کړ، او تر اوسه دوه نيم کاله كېږي چې دغه دنده ترسره كوم. اوس زه له چيني نه پښتو ته د خبرونو ژباړلو، جوړولو او خپرونې او د اورېدونکو د ليکونو چارې او دنده پر غاړه لرم. په لوبو كې له پينګ پانګ يا ټېبلټېنس او بډنېنټن، د كيسو او تاريخ له لوستلو، هر وخت د نويو جامو له اخيستلو او دغه راز له فېلم كتلو سره مينه لرم.


1 2