<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-13 19:39:00    
زمری

cri

زمرى تكړه، د ښه خوى او مهربان ځوان دى. د ده چينايي يا اصلي نوم جو جون (Zhou Jun) دى. دى د چين د شان دونګ ولايت په وي فانګ ښار كې د ١٩٨١ كال د جون په شپاړسمه نېټه زېږېدلى دى، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږي. لومړۍ زده كړې يې د نوموړي ښار په منځني ښوونځي کې کړې دي. دى د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته راغلى او د چين د ډله ايزو مطبوعاتو پوهنتون په پښتو ټولګي کې شامل شو او د پښتو ژبې په زده كړه يې پيل وكړ. زمري د څلورو کلونو زده كړې په موده کې د افغانستان د تاريخ، د پښتو ژبې د ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ايزو مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول د څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. د زده كړې له پاى ته رسولو وروسته دى د ٢٠٠٤ کال په سپتمبر مياشت کې په همدغه پوهنتون کې په فلم جوړولو كې د ماسترۍ درجې تر لاسه کولو لپاره په زده کړی پيل وکړ. زمرى له درسونو څخه په فارغو وختونو کې هر ماښام د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار کوي چې د پښتو ژبې د وېبپاڼې جوړولو دنده پر غاړه لري. دى وايي: په لوبو كې له پينګ پانګ يا ټېبلټېنس او بډمېنټن، د موسيقۍ له اورېدلو، هر وخت له کمپيوتری لوبو او دغه راز له فېلم كتلو سره مينه لرم.