د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جولای په دوولسمه نېټه ماښام په يوه ټلويزيونې وينا کې وويل د ده حکومت د ترهګرۍ او تندلاری پر ضد د مبارزې ټينګ هوډ لری.
ولسمشر پرويز مشرف دغه څرګندونې د سره جومات په هکله د پاکستانی حکومت له پوځی عملياتو وروسته وکړې. هغه وويل حکومت له زغم او صبر څخه کار اخيستی چې له امله يې زيات شمېر بی ګنا وګړي ژغورل شوي دي. نوموړي په دغو پوځی عملياتو کې د برخوالو څانګو، سرتيريو او نورو اړوندو کسانو ډېره ستاينه وکړه او له دوی څخه يې مننه څرګنده کړه.
ښاغلي مشرف له وګړيو څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ او تندلاری سره د مبارزې په برخه کې د حکومت ملاتړ وکړي او په همدې وخت کې يې مذهبی کسانو ته بلنه ورکړه چې په سمه توګه د اسلامی دين د روحيې خپرولو په ساحه کې فعال رول ولوبوي.