د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اولمپيک سپورتی لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کولو د شپږمې کاليزې د لمانځنې لپاره د اولمپيک روحيی او د دريو نظريو په هکله د عکسونو نندارتون د جولای په ديارلسمه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شو.
په نندارتون کې دوه سوه او څلويښت عکسونه نندارې ته وړاندې شوي چې د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د چاپيريال ساتنې، د انسانی کلتور، ساينس او تکنولوژی په شمول د اولمپيک دريو نظريو په هکله تبلغات کوي او په دغو لوبو کې د وګړيو د ګډون تاوده احساسات پياوړی کوي.