<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-13 16:25:24    
ډاکټر فواد احمد په چين کې

cri

درنو اوريدونکو تاسو د چين له بين المللي راډيو څخه زموږ غږ اورۍ ،خوشحال تايب يم او د بهرنيان په چين کې د لړۍ يوه بله کړۍ تاسو ته وړاندې کوم،هيله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ وګرځي ،او د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ، په تېره اونۍ کې مې تاسو ته له يو تن هغه افغان سره د مرکې ځينې برخې درواورولې چې دلته بيجينګ ته د لنډو طبي زده کړو لپاره راغلی وو، چې فواد احمد نوميده او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت رسمي کارکوونکی دی،او شاوخوا شل ورځې يې دلته په چين کې تيرې کړې وې،محترمو دوستانو ما په تېره اونۍ کې ستاسو سره ژمنه کړې وه چې د فواد احمد د مرکې پاتې برخې به پدې اونۍ کې درواوروم،نو خپله ژمنه مې نده هېره کړې او اوس به د داکټر فواد فرملي د مرکې ځينې پاتې برخې درته وړاندې کړم،درنو او قدرمنو اورېدونکيو لکه څنګه مې چې په تېر پروګرام تاسو ته ويلي وو،ډاکټر فواد احمد فرملي چين ته په يو علمي سيمينار کې د ګډون لپاره راغلی و،او دلته په بيجينګ کې يې د چيني ډاکترانو او ښوونکيو څخه د چين د دوديز يا عنعنوي طب په اړه ډېر څه زده کړي،دی وايي اوس دوی هڅې کوي چې په افغانستان کې هم دا راز درملنې رواج کړي:

ډاکټر فواد وایی موږ غواړو چې د افغانستان په روغتونونو او روغتيايي کلينکونو کې د نورو برخو تر څنګ د دوديز يا عنعنوي طب يو څانګه هم موجوده وي تر څو خلک وکړای شي په ښه توګه او پرته له کومې جانبي ستونزې خپله درملنه وکړي،چې هم ارزانه او هم ډېره اغېزمنه ده.

د چينايانو تر منځ چال چلند تل تود او له مينې ډک وي ، په تېره بيا له بهرنيانو سره په زياته مينه او په ځانګړو احساساتو چلند کوي،چې د ويناوو له مخې د چينايانو دغه ځانګړتيا په نورو زياتره هيواد ونو کې هومره نه ليدل کيږي،ډاکټر فواد احمد فرملي هم دا خبر مني او وايي چې له دوي سره د چينايانو چال چلند ډېر له مينې ډک،او دوستانه وو:

ما يو زيات شمېر هيوادونو ته سفرونه کړيدی،خو چينايان د هغوی په پرتله زيات توپير لري،خلک يې تل دوستانه چلند لري،تل يې موسکا پر شونډو وي،ډېر آرام خوی لري،د چا په کار او روزګار کې هيڅکله هم لاسوهنه نکوي،چې موږ ډېر ترې خوښ يو.

ښاغلی فواد احمد داسې زياتوي: غږ ترک ١٠ ژباړه

دی وايي زه له چين څخه ډېر ښکلې خاطرې لرم،چې هيڅکله به مې هيرې نشي.او کله چې بېرته خپل هيواد ته ستون شم نودغه خاطرې به له خپلو ټولو دوستان سره شريکې کړم،ځکه اوس مهال زياتره خلک غواړي د چين او دچينايانو د دود دستور او عنعناتو په هکله لازيات معلومات تر لاسه کړي.

درنو او محترمو اورېدونکيو د بهرنيان په چين کې د پروګرام په لړ کې، چې ما له زياتره بهرنيانو سره مرکې کړيدي،هغوی چين ته له راتګ مخکې د چين په هکله ډېر څه اوريدلي،د بيلګې په توګه دا چې چين يو وروسته پاتې هيواد دی،چينايانو خپل دود او دستور سم ندی ساتلی،خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي او دې ته ورته نور ناسم معلومات،نو دوی وايي کله چې دلته راشو بيا هر څه بل شان وينو،او هغه اوريدلي شيان تر ډېره حده ناسم وي،ښاغلی فرملي هم وايي که څه هم ده ډېرو هيوادونو ته سفرونه کړيدي،خو په چين کې يې داسې نوي شيان وليدل چې په نورو هيوادونو کې يې نه وو ليدلي:

ځينې شيان چې ما په چين کې وليدل زما لپاره بيخي نوي او په زړه پورې وو،ما ډېرو هيوادونو ته سفرونه کړي،خو دلته مې نور ډېر نوي شيان وليدل،دبيلګې په توګه د سهار او ماښام پر مهال چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره زياته وي او هر څوک هڅه کوي چې خپل ځان کور او يا دندې ته ورسوي،خو ما د بسونو په تم ځای کې هيڅوک هم ونه ليدل چې له ټاکل شوې ليکې څخه ووځي او خپل ځان مخکې کړي،بلکې خپل وار يا نوبت ته انتظار کوي چې دا کار حتی په نورو پرمختلليو هيوادونو کې هم ډېر لږ ليدل کيږي،او فکر کوم چې چين به د اقتصاد د پرمختګ يوه ډېره ښه راتلونکې په مخ کې ولري.

خو يو څه چې زياتره بهرنيان د هغه يادونه کوي هغه د توکيو بيې يا نرخونه دي چې بهرنيانو ته په ډېرلوړ قيمت بيه کيږي،که بهرنی د توکيو د اخيستلو په برخه کې لږ څه تجربه ولري نو کولای شي چې په اصلي يعنی ارزانه بيه توکي وپيري او پرته له هغه ځينې شيان په ډېره لوړه بيه پرې پلورل کيږي،ډاکټر فواد احمد فرملي دې ټکي ته داسې اشاره کوي: غږ ترک ١١ ژباړه

په ځينو هټيو کې نرخونه ثابت وو،چې بايد په ټاکل شوي نرخ سره توکي اخيستل شوي وای،خو په ځينو نورو بازارونوکې چې چنه پکې وهل کېده نرخونو زيات توپير درلود،ما په نورو هيوادونو کې هم ليدلي چې هټيوال خپل توکي دوه چنده بيه کوي،خو دلته په چين کې يو شمېر هټيوال خپل توکي د اصلي بېي څو برابره لوړ بيه کوي،چې دا ماته ډېر جالب او په زړه پورې وو.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اوريدونکو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي که تاسې پدې هکله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لرئ نو د خپلو ليکونو په وسيلې يې زموږ سره شريکې کړئ،د اوس لپاره به ستاسو کوربه زه خو شحال تايب درڅخه رخصت شم تر بله مو په پاک رب سپارم.