<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-13 16:35:31    
د چين پلازمينه _ بېجينګ ( ٢ )

cri

بېجينګ د چين د ولسی جمهوريت پايتخت ، د ټول هيواد سياسی او کلتوری مرکز دی او د چين د شپږو پخوانيو پلازمينونو څخه يو دی٠ په ١٩٨٢ کال کی د چين د دولتی شورا له خوا د هيواد د تاريخی او کلتوری مشهور ښار په حيث ټاکل شوی دی ٠

په ١٩٧٨کال کی د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تنفيذيدو نه راوروسته په چين کی د أسمان او مځکی په څير ستر بدلون منځ ته راغلی دی٠ بېجينګ د چين د پلازمينه په توګه د عصری ابادۍ په لاره کی ډير لوی ګامونه اخيستی او زياته ترقي يی کړې ده ٠ ويل کيږی چی د ټول ښار بڼه هره ورځ بدليږی ٠

اوس بېجينګ د چين د ټرافيک مرکز ، د درېل لار، د سړک او د هوايی ترانسپورت عمومی مرکز دی٠ د موټرنو، الکترونيکی ،کيميابی شيانو جوړولو صنايع د بېجينګ عمده صنايع دی٠

د بېجينګ صنايع د فولادو او اوسپنی ، کيمياوی صنعت اوخوراکی موادو څخه عبارت دي . د وروستيو کلونو راهيسی د الکترون او انفرميشن صنعت هم لوی پرمختګ ترلاسه کړی دی .

د کرنی په برخه کی د بېجينګ په شاوخوا کی په عمده توګه غنم ، شولی او جوار کرل کيږی اوس په بېجينګ کی عنعنوی کرنی په عصری کرنی بدليږی٠

بېجينګ د الوتکو ، اورګاډيو او موټرونو په وسيلې د چين ترانسپورټی محور بلل کيږی .

د بېجينګ د ابادی دپاره عمومی هدف دا دی چی په نړۍ کی د عصری

نړيوال ښار په توګه وګرځي ٠

د ملی بيرغ د پورته کيدو د مراسمو او د بېجينګ اوپرا ننداره کول، لوی ديوال ته ختل او د هيلی کباب خوړل بېجينګ ته د سياحانو څلور اصلی پروګرامونه دی٠