<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-13 17:09:15    
د هانکانګ رنګا رنګ کلتورونه

cri

سږ کال خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ له لسمې کاليزې سره برابر دی. په دغو لسو کلونو کې په هانکانګ کې ټولنې او اقتصاد پرمختګ کړی او د ماليې، سمندري لېږدراليږد او د مالونو معاملو د مرکز په توګه د هانکانګ مقام نه دی بدل شوی. چيني او بهرني کلتورونه په دغه ښار کې يو ځای شوي او چيني کلتور تل د دې سيمې د کلتور يوه ريښه ده. له دغو لسو کلونو راهيسی د نړۍ او د هېواد له سترې برخې سره د کلتوري تبادلې په پياوړتيا سره د هانکانګ رنګارنګ کلتورونو ډېر زيات کسان ورجلب کړي او لا يې جلبوي.

د هانکانګ په يو تياتر کې د ګوانګ دونګ د دوديزې اوپيرا ننداره روانه ده. دغه اوپيرا د چين په ستره برخه کې يوه لرغوني ځايي اوپيرا ده او په هانکانګ کې د ډېرو کسانو خوښه شوی ده. د دغې اوپيرا مشهورې لوبغاړې په هانکانګ کې ډېر لوړ ټولنيز مقام لري.

د لان ګوی فان په سيمه کې چې دغه تياتر ته نژدی پرته ده ، ډول ډول بارونه او بهرنی رستورانتونه ليدل کيږي. هغه ځای د چيني او بهرنيو کلتورونو يوه بېلګه ده چې د هانکانګ د کلتور ځانګړتياوې ترسميږی. په هغه سوداګريزه سيمه کې چې هره ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وي ، د دنګو دنګو ودانيو ترمنځ لرغونی معبدونه هم موجود دي . ځينی مدرنې ښځې ليدل کيږي چې نړيوال مشهوره نښې لرونکی بوټان يې په پښو کړي ، خو چيني ملي جامې يي هم اغوستی دي.

هانکانګ د کډوالو له خوا جوړ شوی دی چې زياتره يې د هېواد له شمال څخه په کډه راغلی دی.وروسته انګريزان راغلل چې په نتيجه کې لوېديځ کلتور له ختيځ کلتور سره يو ځای شوی ده.

که څه هم انګريزی ژبه په هانکانګ کې مروجه ژبه ده، خو خلک د ګوانګ دونګ په لهحه خبرې کوی هغه بهرنيان چې په هانکانګ کې دايمی اوسېږي، روانه ګوانګ دونګی لهجه هم ويلی شي.

د هانکانګ د تاريخی موزيم مشر ښاغلی مينګ جي چيون وويل د هانکانګ کلتوري ځانګړتياوې د دغې سيمې د ځانګړی تاريخ له خوا رامنځته شوې دي.

که څه هم هانکانګ رنګارنګ کلتورونه لري، خو چيني کلتور تل د دې مرکز اوپه هره کورنۍ کې ريښې ځغلولي دي.

د هانکانګ د خوشالۍ او کلتور ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د هانکانګ د ګاونډيانو يعنی د ګوانګ دونګ، فو جيان او های نان د دريو ولايتونو سر بېره، د هېواد د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ د کلتوري تبادلې د پروګرامونو شمېر ٤٠٠٠ ته رسېدلی او ٧٠ زرو تنو کسانو په کې ګډون کړی دی. له لسو کلونو راهيسی د ګوانګ دونګ ولايت له هانکانګ سره د کلتوري تبادلې په اړه ٣٠٠٠ پروګرامونه تر سره کړي چې ورسره په هانکانګ کې کلتوري چاپيريال غنی شوی دی.

هانکانګ هم له نړۍ سره کلتوري تبادلې پياوړی کړي دي. له لسو کلونو راهيسی د هانکانګ هنري ډلو د چين د هنري فيستوال، د چين او فرانسې ترمنځ د کلتوري

نندارې او د أسيا د هنري فيستوال په ګډون په بېلا بېلو کورنيو او بهرنيو کلتوري فعاليتونو کې ګډون کړی دی.

د شمېرنې له مخې، په خپل وطن کې د هانکانګ د وګړيو پېژندنه په پرله پسی توګه

پياوړی شوی ده. د چيني کلتور ټولنې د مشر ښاغلی ګاو جين ده په أند د چيني

کلتور پېژندنې خپل مهم رول لوبولی دی. ده وويل خپل وطن ته د هانکانګ وګړيو د زړونو بېرته راتګ د پخوا په پرتله چټک شويدی. په تيره بيا پر کلتور پېژندنې يې ډېری پياوړی دی. په هانکانګ کې ډېر وګړی چينايان دي. چيني کلتور د چينايانو ريښه او زړه ده. په هانکانګ کې چيني کلتور د ګڼ شمېر وګړيو له خوا منل کېږي او دوی د هېواد په ستره برخه کې کلتورونو ته په درنه سترګه ګوری او خپلمنځی تبادلې په هانکانګ کې د چيني کلتور له پرمختګ، د ټولنې له ثبات او د وګړيو زړونو له بېرته راتګ څخه يو ملاتړ دی. ښاغلی ګاو جين ده وويل چيني کلتور اوږد تاريخ لري او هيڅکله نه دی دريدلی اود هانکانګ کلتور پکې يو ښکلی ګل دی.