د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠٠٧ کال د بېجينګ د روزنې نړيوال نندارتون د جولای په ديارلسمه نېټه پرانيستل شو او د امريکا، بريتانيا، او روسيې په شمول له دېرشو هېوادونو او سيمو څخه د ښوونې نژدی څلور سوه ارګانونه پکی ګډون وکړ.
د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون دری ورځې دوام لري او د نړيوالو روزنو نندراتون، د مسلکی ښوونې او روزنې نړيوال ننداتون او د اولمپيک روزنې د برياليتوبونو نندارتون په شمول يو شمېر برخې پکې شاملې دي. پر دې سربيره، د نندارتون په موده کې به د ښوونځيو د مشرانو غونډه او دغه راز د کورنی او بهرنی ښوونې د همکارۍ پروګرام د سلامشورې غونډې په شمول يو لړ کلتوری فعاليتونه تر سره شي.