د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد د جولای په څوارلسمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد پوځيان په همدې ورځ افغانستان ته نژدی د شمال لويديځ په سرحدی سيمه کې د موټر بم له يوې ځانمرګی چاودنې سره مخامخ شول چې له امله يی لږ تر لږه اته تنه سرتيري وژل او شل تنه نور ټپيان شول.
نوموړي څرګنده کړه دغه چاودنه افغانستان ته نژدی د شمالی وزيرستان د قبايلی سيمې د مرکز ميران شاه شمال ته په ديارلس کيلومترۍ کې وشوه. د خبر له مخې، د دغې پېښې له امله د پوځ ديارلس تنه سرتيري ووژل شول. اوس د پاکستان پوځ په اړوندو پلټنو بوخت دی او تر اوسه پوری هېڅچا يا ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.