دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې شی شيو لان له خوا ويل شوی يو لړ چينی ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه د چين د جنوب د جيانګ سو ولايت يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی د ياسمين ګل٠ په دغه سندره کی په مهذبي ډول د ياسمين له ګل څخه د خلکو ستاينه څرګنديږی٠
( سندره ١ )
شی شيو لان په ١٩٥٠ کال کی د چين د ختيځ د ان هوی په ولايت کی زېږېدلې ده ، ان هوی ولايت د چين د ولسی سندرو او د ملکی ډرامو زانګو بلل کيږی ٠ شی شيو لان په لس کلنۍ کی له کورنی سره هانکانګ ته کډه شوه ٠ په ١٩٦٨ کال کی شی شيو لان د سندرو ويلو په يوه سيالۍ کی جايزی ترلاسه کړی او وروسته تر هغه د هغی هنری ژوند پيل شو٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د شی شيو لان له خوا ويل شوی د چين د تايوان يوه ولسی سندره واوريده چی نوم يی وو د علی غر نجلۍ٠ په ١٩٨٤ کال کی شی شيو لان د چين د مرکزی تلويزيونی ستيشن د پسرلی فيستيوال په ماښامی ميلمستيا کی دغه سندره وويله چی په هغه موده کی يی د چين د ستری برخی زيات شمېر اوريدونکی راجلب کړل٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د شی شيو لان له خوا ويل شوی د چين د هو نان ولايت يوه خوندوره ولسی سندره واورو٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!