<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-16 17:54:04    
د چين او نيپال ترمنځ سوداګری

cri

 د جانګ مو علاقه داری د چين د تبت د خپلواکې سيمې د مرکز لاسا په لويديځ په اوو سوه کيلو مترۍ کې پروت دی چې ختيځې ،جنوبي او لويدځی برخې يې له نيپال سره ګډه پوله لري او هر کال يې د صادراتی او وارداتی سوداګرۍ ارزښت څو سوه مليون امريکايی ډالرو ته رسيږي. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به په دغه علاقه داری کې د چين او نيپال ترمنځ د سرحدی سوداګرۍ په باب معلومات وړاندی کړو.

د ني لامو له ولسوالۍ څخه تر جانګ مو پوری مستقيم واټن يوازی اتلس کيلو متره دی، خو د سمندر له سطحې څخه دوه زره متره لوړوالی لري. نو د دغې علاقه دارۍ منظرې د تبت د نورو سيمو په پرتله زيات توپيرونه لري ، غرونه يې په ونو پټ دي او سړکونه يې د مارپيچ په شان غځيدلي دي. هره ورځ سلګونه باروړونکی موټرونه له دغې علاقه دارۍ څخه تېريږي. د جانګ مو بندر اداري کميټې مرستيال لابا چی ژون وويل په١٧٩٢ کال کې د چين او نيپال خلکو په دغه ځای کې پر سوداګرۍ پيل وکړ او په ١٩٨٣ کال کې د چين حکومت په رسمی توګه پکې د سوداګرۍ لپاره د لوړې کچه ځمکنی بندر جوړ کړ او تر اوسه پوری د دغه بندر د وارداتی او صادراتی سوداګرۍ ارزښت د تبت په سلو کې ٩٠ برخه نيولې ده.

 په صادارتی توکيو کې جامي،بوټان، ميوي،ټوکران او کوچنی ماشين ألات شامل دي او په وارداتی توکيو کې وريجی،نباتی غوړی او ميسی شيان هم شته.

ښاغلی لا باچي ژون وويل د دغې علاقه دارۍ د جغرفيايی ځانګړيتوب له امله کرهڼيزې ځمکې لږ دي. نو خلک په عمده توګه له سرحدی سوداګرۍ او د خپلو ودانيو په کرايه ور کولو څخه خپل عايدات تر لاسه کوي. په ٢٠٠٦ کال کې د هر تن په سر عايدات شپږ زره او اووه سوه يوانو ته رسيدلی و او د سيمه ايزو سوداګرانو کلنی عايدات له دوه لکه يوانو څخه تر دری لکه يوانو پوری زيات شوی دی.

د يوې کوچنۍ مغازې په وړاندی زمونږ خبريال د دغې مغازې له خاوندنان مو جيا سره خبرې وکړې ، ده وويل هر کال په دغه ځای کې زيات وخت تېروي چې د کور په پرتله زيات دی.

 په ١٩٧٩کال کې په جانګ مو کې پر خپلې سوداګرۍ پيل وکړ او په هغه وخت کې مشتريان لږ و، خو اوس د سوداګرۍ چاپيريال ښه شوی او مشتريان هم زيات دي.جانګ مو نيپال ته نژدی دی او له دغې علاقه دارۍ څخه خپل کور ته د تګ لپاره يوازی يوه ورځ په کار ده. اوس مې کلنی عايدات يو لک او پنځوس زره يوانه دی.

ښاغلی نان مو جيا وويل زياتره مشتريان د چين د تبت د خپلواکې سيمې مرکز لاسا د ژو کا ځه له سيمې څخه راغلی دی او د ده په مغازه کې زياتره محصولات د نيپال خواړه دي چې لازيات مشتريان راجلبوي. نوموړی وويل اوس د ده تبتی ژبه ښه ده او د چينی ژبی د زده کړې لپاره کوشش کوي، ځکه چې دلته لازيات وګړي سفراو سوداګرۍ کوي.

له ښاغلی نان جيا مو څخه له خدای پامانۍ وروسته زمونږ خبريال د چين او نيپال ترمنځ سرحدی کرښې ته لاړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پله ته ورسيد. د پله په چينی سيمه کې په عمده توګه د ورځنيو توکيو، کوچنيو ماشين ألاتو او کاغذی توکيو په اړه مغازي ليدل کيږي او د پله په نيپالی سيمه کې د ويديو کسټونو او لاسی توکيو په اړه مغازي موجودي دي.دغه پله ته نژدی په يوه مغازه کې يوې تبتی پيغلې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل  زما په مغازه کې زياتره شيان له نيپال څخه وارد شوي او مشتريان مو سيلانيان دي. په وروستيو کلونو کې زمونږ په ژوند کې زيات بدلونونه رامنځته شوي دي. پخوا مو کلنی عايدات يوازی دېرش زره يوانه و خو اوس مو کلنی عايدات دوه لکه يوانو ته رسيږي.

په يوه ورځ کې هلته سوداګريز حالت د خبريال په زړه کې ژوره خاطره پری ايښی ده . اوس د چين او نيپال ترمنځ سرحدی سوداګريز تګ راتګ زياتيږي چې د دواړو هېوادونو خلکو ترې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.