
دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! له څو کلونو راهيسی چين د خپل هېواد د لويديځو سيمو د لا ښې أبادۍ لپاره د دغو سيمو له تعليمی چارو څخه ټينګ ملاتړ کړی دی٠ په ٢٠٠٣ کال کی د چين او کاناډا ترمنځ په همکارۍ ٌ د چين د لويديځو سيمو د بنسټيزې ښوونې توان د پياوړی کولو ٌ د پروګرام پيل شوی چې د روان کال تر پايه پوری به پای ته ورسيږی٠ د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکه سيمه د دغه پروګرام د ترسره کيدو يو ځای دی٠ له پنځو کلونو راپديخوا د دغې سيمې د بنسټيزې ښوونې حالات څنګ دي ؟ نو د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته په دې هکله څه معلومات وړاندی کړو٠
د چين او کاناډا ترمنځ د همکارۍ په دغه پروګرام کی د کاناډا لخوا دولس مليونه کاناډايی ډالره ولګول شول چې د مسلکی سلاکار، تکنولوژيکی روزنې، د پروګرام ادارې، اداری خدمتونو او ددغه پروګرام د څارنې او ارزونې په برخو کی لګيدلی٠ دغه راز کاناډا د ښوونې نوی نظر او طريقه هم چين ته رارسولې ده٠ په شينجيانګ کی د بريښنايي دستګاوو په کارولو سره د ښوونې ماڼۍ مشر هان جيان شين وويل :
( غږ ) ٌ مونږ ګام په ګام د ښوونې په هکله بهرنی پرمختللی نظر د چين د پوهنې وزارت له ترتيباتو سره يو ځای کړی ، په ښوونه کی مو زده کوونکيو ته د مرکزی ځای ورکولو په هکله د تعليمی طريقې له مخی ښوونکي روزلی، په ښه شان سره مو درسونه ترتيب کړی او د ښوونې سرچينې مو أبادې کړې٠ دغه راز مونږ د ښوونکيو د روزلو په برخه کی په کافی توګه د کامپيوټرونو په وسيله د ليری واټن ښوونې له وسائلو څخه استفاده کړې ده٠ له پنځو کلونو راهيسی، په ښوونه کی زده کوونکيو ته د مرکزی ځای ورکولو په هکله د تعليمی طريقې او د ليری واټن ښوونې د شکل د کارولو له امله د ګوښه او ليری ځايونو او د ملی لږکيو د سيمو تعليمی چارو چټکه پرمختيا کړې ده٠ ٌ
په ښوونه کی زده کوونکيو ته د مرکزی ځای ورکولو په هکله د تعليمی طريقې د رواجولو له امله د شينجيانګ په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کی نه يوازی د ملی لږکيو زده کوونکی د ملی ژبه ويونکو وتليو ښوونکيو لکچرونه اوريدلای شی، بلکې د ملی لږکيو ښوونکي هم په خپلو ښوونځيو کی مسلکی روزنه موندلای شی٠ نو دغه نوی تعليمی لار د ګڼ شمير ښوونکيو او زده کوونکو لخوا ستايل کيږی٠ د شينجيانګ د پيچيان ولسوالۍ د لومړی لمبر منځنی ښوونځی د کمپيوټر لوست ښوونکی هوپور وويل :
( غږ) ٌ پخوا ښوونکو درس ورکاوه او زده کوونکو به اوريده چې د زده کوونکو فکر به په ښوونکو پسی ګرځيده او پراخ او ژوندی نه وو٠ خو اوس چې په ښوونه کی زده کوونکو ته د مرکزی ځای ورکولو په هکله تګلاره پلی کيږی، ښوونکي د پوښتنو په بٍڼه درس ورکوی ، يعنی ښوونکي پوښتنې وړاندی کوی او زده کوونکي ځواب ورکوی، که زده کوونکی پوه نشی، بيا به له ښوونکيو څخه پوښتنه وکړی او ښوونکي به ځواب ورکړی٠ نو په دی توګه زده کوونکي په اسانه توګه په درسونو پوهيږی ٠ ٌ
اوس د چين د شينجيانګ په ټولو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کی د ښوونې او زده کړې داسی منطره ليدل کيږی چې ښوونکي او زده کوونکی په روغه جوړه او همغږې توګه ژوند کوی، زده کوونکي په پرله پسی توګه نوی پوهې حاصلوی او ښوونکي هم د درسونو ورکولو په بهير کی خپله سويه او توان لوړوی چې په نتيجه کی د ښوونکيو او زده کوونکيو ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ نژدی او صميمی کيږی٠ دغه راز زده کوونکي د درس او لوست په همغږې فضا کی پر پوهنو بحث کوی، يو له بل سره د تجربو تبادله کوی او د زده کړو په ترڅ کی سيالی کوی٠ په شينجيانګ کی د بريښنايي دستګاوو په وسيله د ښوونې ماڼۍ د عمومی ادارې مشرې بين چاخان په خوښۍ سره وويل :
( غږ ) ٌ د ښوونې نوی لار د زده کوونکو د فکر توان، د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ اړيکو او د درس ورکولو ژوندی فضا ته ستر اهميت ورکوی٠ د دغې تګلارې د پلی کيدو له امله د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د دوستانو په شان نوی اړيکې رامنځ شوی او زده کوونکي هم په پوره توګه خپل فعال توان ښودلای شی٠ ٌ
د شينجيانګ سيمې تعليمی کارکوونکي په عمومی توګه دا نظر لری چې په ښوونه کی زده کوونکو ته د مرکزی ځای ورکولو په هکله نوی طريقې يو ډول پرمختللی تعليمی نظر او طريقه ده٠ د چين په لويديځو سيمو او د ملی لږکيو په سيمو کی د دغې طريقې مروجيدل د دغو سيمو د تعليمی چارو د پرمختګ لپاره ډير ښه فرصت ګڼل کيږی ٠ دوی باور لری چې د دغې تګلارې د پلی کيدو په بهير کی به هرومرو ښه برياليتوبونه ترلاسه شی٠ د چين او کاناډا ترمنځ د همکارۍ پروګرام به ژر پای ته ورسيږی، خو په شينجيانګ کې به په مداومه توګه په ښوونه کی زده کوونکو ته مرکزی ځای ورکړی شی٠
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدااوس يو راپور واوريد چې عنوان يې و چين د کاناډا په همکارۍ د لويديځو سيمو د بنسټيزې ښوونې چارې پياوړی کوی٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو !