<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-16 16:52:06    
د بيجينګ تاريخ: د مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې بيجينګ

cri

بيجينګ ښار د چين په تاريخ کې د مينګ او چينګ د دوو امپراتوری لړيو پلازمينه ده چې ساختمانی جوړښت او د جوړونې هنر د دغه هېواد د تاريخ په بېلا بېلو لړيو کې د پلازمينې د أبادی له دودونو څخه ميراث اخيستلی او پرمختيا کړې او د چين د ښار أبادی په تاريخ کې مهم رول لوبولی دی.

د مينګ په امپراتوری لړی کې بيجينګ ښار د يوان په امپراتوری لړی کې د دا دو په نامه د پلازمينې پر بنسټ جوړ او پراخ شوی دی او د چينګ په امپراتوری لړی کې نور تعديل شوی. د مينګ امپراتوری لړی په ١٣٦٨ کال کې جوړ شوی چې په نان جينګ ښار کې پلازمينه جوړه کړه. په ١٣٧١ کال کې د يوان په امپراتوری لړی کې د دا دو نوم د بي پينګ په نامه ونومول شو او په ١٤٠٣ کال کې بی پينګ ښار د مينګ د امپراتوری لړی د پلازمينې په توګه وټاکل شو چې د بيجينګ په نامه ياد شو. د مينګ امپراتوری لړی له نسکورولو وروسته د چينګ د امپراتوری لړی پلازمينه لا هم بيجينګ و. د چينګ د امپراتوری لړی په پيل کې د اور مصيبت او د زلزلې له امله زيات ماڼی خراب شول، اوس په بيجينګ کې زيات شمېر ساتل شوې ماڼې د چينګ په امپراتوری لړی کې بيا جوړه شوې او ساختمانی شکل يې لا هم د مينګ په امپراتوری لړی کې د بنسټيز شکل له مخې و.

د مينګ په امپراتوری لړی کې بيجينګ ښار په کورنيو او بهرنيو برخو ويشل شو او د ښار په شاو خوا سيمو کې امپراتوری اکه مقبره او لوی ديوال جوړ شوی. د مينګ امپراتوری لړی په پای کې په بيجينګ ښار کې نفوس نژدی مليونه تنو ته ورسيد او د

چينګ په امپراتوری لړی کې له مليونو تنو څخه اوښتی دی.

د بيجينګ امپراتوری ماڼۍ چې ممنوع ښار ته هم ويل کېږي، د پلازمينې مرکز دی چې په کې د امپراتور د ادارې او اوسيدو ماڼۍ او باغونه شته دي. د دغې ماڼې د جنوبی دروازې په وړاندې د تای معبد او عبادت ځای پراته دي او دغو ځايونو ته په جنوب کې د بېلا بېلا چارو د اداری څانګې دي.

د امپراتوری ماڼی په شاو خوا کې د اوسيدونکو هستوګنځيو سيمه وه چې په کورنی برخه کې زيات شمېر چارواکي، شتمنی، د خاورو خاوندان او سوداګران اوسيده او په بهرنې برخه کې عادی خلک دی.

د مينګ او چينګ د امپراتوری په لړيو کې په بيجينګ ښار کې سوداګريزو چارو ډېر پرمختللی و چې د سوداګريزو سيمو شمېر ډېر زيات دی، اوس په بيجينګ کې د وريجو، د سابه او يا د چينی لوښيو بازارونو په نامه د واټونو له نومونو څخه هم دغه ځانګړتيا څرګندېږي.د ښار په ځينو سيمو کې په ډله ايزه توګه د معاملاتو او يا په ټاکلو وختونو کې د معاملاتو بازارونه شته.

د مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې د بيجينګ پلازمينې په جوړونه کې د منځنې کرښې شکل کارول شوی او د کرښې په جنوب کې له يونګ دينګ دروازې څخه په شمال کې د ګو لو او جونګ لو تر ودانيو پوری و چې اوږدوالی يې اته کيلومترو ته ورسيد. د امپراتور د اوسيدو ماڼی او نور مهم وداني ټول د دغې کرښې له مخې جوړ شوی.

د مينګ او چينګ په امپراتوری لړيو کې زيات شمېر امپراتوری باغونه جوړ شوی. د مينګ په امپراتوری لړی کې عمده باغونه د ممنوع ښار په جنوب کې لويديځ باغ او

د جنوبی سمندر په نامه باغ دی چې د دغې لړی په پيل کې جوړ شوی. د چينګ په

امپراتوری لړی کې په مداومه توګه د شمالی، منځنی او جنوبی سمندرونو په استازيتوب باغونه جوړ شوی او په باغونو کې ستر جهيلونه او غوره ساختمانی شکلونه ډېر غښتلی دی چې لا تر اوسه هم د بيجينګ ښار په مرکز کې د شنی کيدو بنسټ دی. د چينګ په امپراتوری لړی کې د ښار په شمال او يا لويديځ کې زيات نامتو ښکلی باغونه جوړ شوي چې بېلا بېلې ځانګړتياوې لری او د ښکلي منظرې لرونکيو ځايونو په توګه ګڼل کېږي.