<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-16 17:08:45    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټه خبري رسنيو ته د خدمتونو لپاره کوششونه کوی

cri

د اولمپيک د ځانګړو او لوړې سويې لرونکو لوبو تر سره کول نړيوالې ټولنې ته د چين او بېجينګ ژمنه ده. د دغې موخې د تر سره کولو د يو ضمانت په توګه، خبري رسنيو ته د خدمتونو برابرول د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې يو د پاملرنې وړ کار هم دی.

د ٢٠٠٨ کال په رارسېدو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانې هم د په ګړندۍ توګه تر سره کېږي. د لوبغاليو پر جوړونې او د اولمپيک پر ازمويښتی سياليو سربيره، تشکيلاتی کمېټه خبري رسنيو ته د ښو خدمتونو برابرولو لپاره هم کوششونه کوی.

له دې امله چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په سلو کې پنځه نوی نوم ثبتونکی د خبري رسنيو بهرنی خبريالان دي، نو په ښه توګه د دغو خبريالانو د کارونو تر سره کولو لپاره، تشکيلاتی کمېټې په وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته د بشپړو خدمتونو يو ميکانيزم پرانيست. د تشکيلاتی کمېټې د خبري رسنيو د ادارې مشرې سون وی جيا وويل دغه شان خدمتی ميکانيزم به نړيوالو خبريالانو ته څلويښت ساعته هراړخيز خدمتونه برابر کړي.

د بېجينګ اولمپيک لوبو د اطلاعاتو مرکز د بشپړو خدمتونو په سالون کې د چين د بهرنيو چارو وزارت، د عام امنيت څانګې، د ترانسپورت څانګې، د ګمرکاتو

عمومی ادارې او د تشکيلاتی کمېټې په شمول نهه ويشتو ارګانونو خپله خدمتی کړکی ټاکلی ده. نو بهرني خبريالان دلته په ګړندۍ او اسانه توګه بېلا بېلې غوښتنې او څارنې تر سره کولای شي. دغه شان خدمتی ميکانيزم د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره تر سره کېږي او خبري رسنيو ته د خدمتونو په برخه کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو يو مهم ابتکار هم دی.

پر دې سربيره، تشکيلاتی کمېټې په وروستيو ورځو کې د اولمپيک لوبو او د تياريانو په موده کې د بهرنيو خبريالانو مرکو ته د خدمتي لارښوونې په شمول دری لارښوونې بشپړې او خپرې کړې دي. ښاغلي سون وی جيا وويل دغه لارښوونې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مرکې په اړه د بېلا بېلو قوانينو او تګلارو په هکله بهرنيو، تايواني او هانکانګي خبريالانو ته څرګندې پېژندنې او معلومات وړاندی کوی.

بهرنيو خبريالانو ته پر اسانو خدمتونو سربيره، د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې کورنيو خبريالانو ته ښه زمينه برابر کړې ده. د دغې کمېټې په کوششونو سره، د اولمپيک لوبو نړيوالې کمېټې د ليکونکيو او عکسونو اخيستونکيو کورنيو خبريالانو شمېر له ټاکل شوی دوه سوه څخه پنځه سوه تنو ته زيات کړ.

پر دې سربيره، تشکيلاتی کمېټه د خبريالانو د کارونو لپاره ښه زمينه برابروی. د دوه لکه او اويا زره مربع مترو په پراخوالۍ د اولمپيک لوبو د اطلاعاتو عمده مرکز به په روان کال کې وکارول شي.