<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-17 15:16:34    
د داوور لږه کی علاقه داری

cri

داوور لږه کی علاقه داری د ١٩٥٦ کال په سپتمبر کې په رسمی توګه جوړه شوه. د دغې علاقه دارۍ مان دو کلی د اقتصادی پرمختګ يوه نمونوی بڼه ده او د غواوو د روزلو له امله شتمن شوی دی. په دغه کلی کې ٢٠١٠ تنه کليوال وګړي ژوند کوي چې ١٠٥ کورنۍ يې د داوور قوم،٤١ کورنۍ منغولی قوم او ١٧ کورنۍ يې نور لږه کي دي چې د لږه کيو نفوسو د عمومی نفوسو يې په سلو کې دېرش برخه نيولې ده. په ٢٠٠٥ کال کې دغه کلی د خپلې سيمې د أبادۍ په اړه يوه جايزه تر لاسه کړه.

د دغه کلی د ګوندی کميټې مشر ليو تينګ جيانګ وويل زموږ کلی د غواوو روزلو چارو ته ډېره پاملرنه کوي او تر اوسه پوری د غوره غواوو شمېر ١٧٩٦ ته رسيدلی او د شودو د توليد لپاره دری مرکزونه او د مالدارۍ سيمې جوړې شوې دي. په ٢٠٠٦ کال کې په دغه کلی کې د هر تن په سر عايدات ٣٣٤٠يوانو ته رسيدلی چې دغه شمېر د دغې سيمې د نورو ١٢٥ سيمو په پرتله لومړی مقام نيولی دی.

خو په ١٩٩٨ کال کې د سيلابونو له امله کليوالو وګړيو ښه حاصل نه درلود، نو ګوندي کميټه په دی پوه شوه چې يوازی پر کرنې د اتکا له لاری شتمني نه شی تر سره کيدای او بايد نورو چارو ته پرمختګ ور کړي شي. په ٢٠٠٠ کال کې سيمه ايز کرهڼيز بانک د دغه کلی وګړيو ته د غواوو د اخيستلو لپاره ٧ لکه او اتيا زره يوانه پورونه ور کړل.

په وروستيو کلونو کې د ښاغلی ليو په مشرۍ د ګوندی کميټې غړيو هلته څو

فابريکی جوړې کړي چې دوه لکه يوانه ګټې يې ترې تر لاسه کړې دي. په همدی وخت کې ګوندي کميټې کليوالو وګړيو ته د أسانتياوو برابرولو په موخه د تليفونی شبکې جوړولو او لارو ترميمولو لپاره ٣٥٧ زره يوانه لګولي دي. سيمه ايز حکومت هم په وړيا توګه د بی وزليو کسانو زړې ودانې ترميم کړي او هغو کورونو ته يې مرستندويه پيسی ور کړې چې ماشومان يې د پوهنتون له خوا منل شوي دي.

په ٢٠٠٦ کال کې د داوور لږه کی قوم علاقه دارۍ جوړولو د پنځوسمې کاليزې په وخت کې د دغې سيمې د ملکی چارو کميټې د دغه کلی د نوی والی لپاره پنځه لکه يوانه پانګه اچولې چې د نويو ودانيو شمېر يې شلو ته او مساحت يې دوه لکه او څلوېښت مربع مترو ته رسيدلی دی.تر اوسه پوری څلوېښتو کورونو همدغه شان نوی ودانۍ تر لاسه کړي دي.

څو کاله دمخه بزګر وانګ چاو لونګ يو بی وزلی سړی و چې په کرنه بوخت و خو په ٢٠٠٠ کال کې يې د پورونو اخيستلو له لاری د غواوو په روزلو پيل وکړ چې تر اوسه پوری يې ١٤ غواوې روزلي او کلني عايدات يې پنځوس يا شپته زره يوانو ته رسيږي .دغه راز نوموړی اوس نه يوازی په يوه نوې ودانۍ کې ژوند کوي بلکه د غواوو د روزلو لپاره يې يوعصری غوجل هم جوړ کړی دي.

د ښاغلی وانګ په شان کليوال سړي په دغه کلی کې ډېر زيات دی چې اوس د خپلو کوششونو او سيمه ايز حکومت د مرستو له امله شتمن شوی دی.