<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-17 15:56:47    
د چين د بيسبال لوبډله له جاپان څخه د تجربو زده کړه کوی

cri

 په اسيا کې د سپورت په برخه کې د پياوړو هېوادونو په توګه، د چين او جاپان تر منځ پر مسابقې سربيره، تبادله او همکاری هم د اسيا د سپورتی چارو عمده ټکی دي. د بيلګې په توګه، د چين د ښځينه واليبال او د ننداره يي لامبو وهنې د لوبډلو د روزونکيو نومونو په لست کې د جاپاني روزونکيو نومونه موجود وو. په همدی وخت کې د وو شو او پينګ پانګ لوبو د دودولو او پرمختګ په برخو کې چين هم له جاپان سره ډېری مرستی کړي دي.

په وروستيو کلونو کې د جاپان د بيسبال مسلکی ټولنې د مهارتونو، پيسو او ادارې په برخو کې له چين څخه بشپړ ملاتړ کړی او په چين کې يې د بيسبال په دودولو او پرمختګ کې ستر رول لوبولی دی.

په ٢٠٠٢ کال کې چين د مسلکی بيسبال په سياليو پيل وکړ. له دې امله چې د دغې لوبې وخت لنډ او د لوبغاړو شمېر يې لږ دی، نو د چين د بيسبال سويه په اسيا کې تل له جاپان، د کوريا جمهوريت او د چين له تای پی لوبډلو وروسته پاتی وه. يوازی د ٢٠٠٥ کال د بيسبال د درويشتمې دورې په اسيايی اتلولی کې چينی لوبډلې د لومړی ځل لپاره د کوريا جمهوريت لوبډله ماته کړه او لومړنيو دريو تکړه لوبډلو ته ځان ورساوه.

خو په جاپان کې وګړي له بيسبال سره ډېره مينه لري او دغه لوبه د ملی لوبې په توګه ګڼل کيږی. مسلکی سيالی يې اويا کلن تاريخ لري او د ٢٠٠٦ کال د بيسبال په لومړی نړيواله اتلولی کې جاپان طلايی مډال تر لاسه کړ.

نو د خپلی مهارتي سويې د لوړولو لپاره چين په فعاله توګه له جاپان څخه د تجربو زده کړه کوی او جاپان هم چين ته زياتې مرستې برابروی. له ٢٠٠٢ کال راهيسی هر کال د چين ملی او مسلکی لوبډلې د تمرينونو لپاره جاپان ته ځي. د دواړوهېوادونو د مسلکی لوبډلو تر منځ نژدی اړيکی ساتل کيږی. د تيان جين ښار د شيونګ شه لوبډلې د جاپان له همکارې لوبډلې يوکوهما بيسوتازو څخه د دفاع روزونکي کوسوکي ماتسوکا راغوښتی دی. د تيان جين لوبډلې عمومی روزونکي جياو يي د ماتسوکا د لارښوونې ستاينه وکړه. هغه وويل 

د روزنې په برخه کې ښاغلي ماتسوکا د نويو مهارتو ښوونه کوي. سره له دې چې دغه روزنه له اوږده وخت وروسته رول لوبولی شي، خو اوس لوبغاړو په دې برخه کې پرمختګ کړی دی.

د تيان جين د شيونګ شه پر لوبډلې سربيره، د بېجينګ د منګ هو لوبډلې او د شانګهای د جين ينګ لوبډلې په شمول د چين نژدی ټولو مسلکی لوبډلو د جاپان له مسلکی لوبډلو سره د همکاری اړيکی ټينګې کړې دي. د يو لړ مهارتي تبادلې له لارې، د چين د بېلا بېلو لوبډلو سويې لوړې شوې دي. ښاغلي جياو يي هيله څرګنده کړه چې دغه شان تبادله به دوام ولري. هغه وويل

دغه شان اړيکی بايد دوام ولري. ځکه چې د چين د بيسبال سويه لا هم ټيټه ده. هيله ده چې د دغې همکارۍ له لارې به د تيان جين د بيسبال سويه لا لوړه شي.

پر مهارتونو سربيره، جاپان له چين سره مالي مرستې هم کړې دي. د چين د بيسبال له لومړی مسلکی اتلولۍ راهيسی جاپانی تصدی تل له چين سره مرستی کوي. د ٢٠٠٧ کال د چين د بيسبال په مسلکی اتلولی کې د جاپان د کانون او ميزونو

شرکتونه مرستندويه خواوې ګرځېدلی او نورو جاپاني شرکتونو هم د چين له مسلکی لوبډلو سره مرستی کړې دي.

نو د بيسبال په برخه کې د چين او جاپان تر منځ همکاری څواړخيزه ده او په راتلونکی کې به دغه همکاری نوره هم ژوره شي. د جاپان د مسلکی بيسبال د ټولنې مشر کازو هاسيګاوا وويل

د راتلونکی کال د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د بيسبال همکاری بشپړه شي.

که څه هم د راتلونکی کال له اولمپيک لوبو وروسته به بيسبال لوبه د اولمپيک لوبو په پروګرامونو کې شامله نه شي، خو د چين د بيسبال مسلکی اتلولی به دوام ولري او د چين او جاپان تر منځ همکاری به هم لا پسې وغځېږي.