<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-17 17:53:22    
د چين هوانګ داو اولمپيک سپورتی مرکز

cri

د چين هوانګ داو اولمپيک سپورتی مرکز د ٢٠٠٤ کال په جولای کې په کار لويدلی. دغه مرکز د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د فوټبال د سياليو د فرعی مرکزونو په ډله مرکزونو کې لومړی جوړ شوی او په کار اچول شوي سټېديوم دی.

دغه مرکز د چين هوانګ داو ښار د های ګانګ په سيمه کې پروت دی چې له سمندر سره نژدی دی او پراخوالی يې څلور اويا زره او شپږ سوه مربع مترو ته رسيږي او پانګونه يې يو سلو او پنځوس مليون يوانه پانګه پرې لګيدلې ده چې په کې ديرش زره څوکی شته. دغه راز په دغه سټېديوم کې د امنيت د ساتلو سيستم ډېر عصری او پرمختللی دی چې په ټول سټېديوم کې يو سل او پنځه اتيا د عکاسی ماشينونه شته او يو لړ عصری الکترونيکی تجهيزات درول شوی دي. د تجهيزاتو له لارې د کتونکو او سياليو پر حالت څارنه وشی او د سټېديوم امنيت هم ساتل شی.

د دغه سټېديوم له جوړيدو وروسته يو لړ کورنۍ او بهرنۍ سيالی پکې تر سره شوي. د چين هوانګ داو د سپورتي چارو پرمختګ د محدود شرکت مرستيال ښاغلی جاو چينګ هوا په دې هکله داسی وايې: (( د دغه سټېديوم له جوړولو وروسته موږ يو لړ لوی سپورتی لوبې تر سره کړې. د بېلګې په توګه د ولايت سپورتي لوبې، د فوټبال د مشهورو لوبغاړيو سيالی . په ٢٠٠٦ کال کې د چين او جاپان ، د چين او تالند او د چين او سوريې د فوټبال دولتی لوبډلو ترمنځ سيالی هم په دغه سټېديوم کې تر سره شوې. موږ غواړو د دغو سياليو په تر سره کولو سره د دغه سټېديوم څخه سمه څارنه وکړو.))

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د فوټبال سياليو د سټېديوم په توګه دغه

مرکز لا هم پوره بشپړ نه دی. نو اړوندی خواوی به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې او د فوټبال د نړيوالې کميټې د يو شمير غوښتنو سره سم بدلون پکې راولي. لکه چې اوس د سټېديوم په شا و خوا کې يوازی د لوبغاړو د استراحت په اړه دوه کوټې شته او د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره څلور کوټو ته اړتيا لري. بر سېره پردې، اړوندی خواوی به په يو شمير پوهنتونونو کې د لوبغاړيو د روزنې لپاره څو سټېديوم جوړ کړي چې له دغه مرکز سره نژدی وی.

د چين هوانګ داو د اولمپيک په سپورتي مرکز کې دری اصلی ودانی شته چې له سټېديوم نه پرته يو جمنازيوم او د روزنې يو جمنازيوم هم شته.د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې به لوبغاړی په دغه جمنازيوم کې روزنه وکړي.

چين هوانګ داو يو کوچنی ښار دی چې په کې يوازی څلور لکه او څلويښت زره وګړی ژوند کوی. نو خلک دې ته پاملرنه کوی چې د بېجينګ د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته به دغه مرکز په کوم کار واچول شي. ښاغلي جاو وويل: (( موږ دغه چارې تر پام او غور لاندی نيولی دي. د دغه سټېديوم څخه بهر به يو شمير ودانی سوداګريزو چارو ته وسپارل شي او دغه مرکز به د سپورتي باغ په توګه خلکو ته خدمتونه وکړي.

د معلوماتو له مخې: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه د ښځينه فوټبال پنځه سيالي او د نارينه فوټبال شپږ سيالي به په دغه سټېديوم کې تر سره شي او موږ باور لرو چې دغه مرکز به خلکو ته ښه خدمت وکړي.