<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-17 17:54:55    
کنيايي نجلۍ ګلاديس مونيوری

cri

اوس په کنيا کې ډېر وګړي په فعاله توګه چينی ژبه زده کوي. نجلۍ ګلاديس مونيوری د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د چيني ژبې په سياليو کې لومړی جايزه تر لاسه کړه. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ګلاديس مونيوري په اړه لنډ معلومات درکړم.

په کنيا کې د جايزې ورکولو په مراسمو کې د چين لوی سفير اعلان وکړ: 

اتله ګلاديس مونيوری ده!

نجلی ګلاديس د کنيا د عجيرتون په پوهنتون کې د دوهم ټولګی زده کوونکې ده چې چينی نوم شياو شين دی. دې وويل:

ما څلور مياشتې دمخه د چيني ژبې په زده کړې پيل وکړ. چيني ژبه زما لخوا ټاکل شوی لوست دی.

له دغو سياليو نه مخکې ګلاديس د چيني ژبې پل په نامه په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د چيني ژبې نړيوالې سيالي په اړه د کنيا په مقدماتې سيالی کې ګډون وکړ او لومړی جايزه يې تر لاسه کړه. هغه به د روان کال په اګيست کې په وروستی سيالۍ کې د ګډون لپاره چين ته ولاړه شي.

ګلاديس او څلويښتو ټولګيوالو يې په تېرو څلورو مياشتو کې د سندرو او خوشحاليو په فضا کې د چيني ژبې زده کړه کړې. اوس که څه هم ګلاديس د کنيا په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د چيني ژبې په سياليو کې لومړی جايزه تر لاسه کړې ده، خو هغه لا هم په جدی ډول په خپلو زده کړې بوخته ده. ګلاديس هره ورځ سهار په ټولګې کې له ټولګيوالو سره د چيني ژبې تمرين تر سره کوي. 

پوښتنه: شياو شين، ته پوهيږئ چې په چين کې کوم ولايت تر نورو ډېر لوی ولايت دی؟

ځواب: په چين کې ډېر لوی ولايت د شينجيانګ خپلواکه سيمه ده.

پوښتنه: شياو شين، ته به بېجينګ ته ولاړ شئ؟

ځواب: هو!

اوس ګلاديس يوه باورلرونکی او خوشحاله نجلۍ ده. د چيني ژبې زده کړې يې په ژوند او طبع بدلون راوستی. دې وويل:

د چيني ژبې له زده کړې راهيسۍ، زما ژوند لوی بدلون موندلی. زه له يو شمير چينايانو سره پيژندم او د دوی له لارې مې د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي. له دې نه مخکې زه يوازی په دې پوهيدم چې زمونږ يوشمير کالی په چين کې جوړيږي او چينايان ګونګ فو کولای شي.

ګلاديس د چين له لرغونيو ودانيو، ملی کاليو او خوراکونو سره ډېره مينه لري. بر سېره پردې، هغه د چين له ملی موسيقی سره هم علاقه لري.هغې خبريال ته د کانګ دينګ عشقي سندره وويله :

اوس ګلاديس د چيني ژبې پل په نامه د سياليو په وروستۍ سيالۍ کې د ګډون لپاره په تياريانی بوخته ده . دې خبريال ته وويل:

د چيني ژبې زده کړې له پيل راهيسی مې دا هدف وټاکه چې په راتلونکی کې به په م م کې د چينې ژبې د ژباړونکې په توګه کار وکړم دا زما نيکه هيله دا دا هرومرو به تر سره شي

.