د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين، ديموکراتيکې کوريا، امريکا، روسيې، کوريا جمهوريت او جاپان پلاويو د جولای په ١٨ نېټه ماښام په بيجينګ کې د کوريا ټاپووزمی د ذروی مسئلې په هکله د شپږ اړخيزو خبرو اترو د پلاويو د مشرانو غونډه تر سره کړه او په مستقيمه توګه يې د دغې مسئلې د راتلونکی پلان په باب بحث وکړ.
د فبروری د ١٣ نېټئ په نامه د ګډسند د پلی کولو د مهم ګام په توګه ديموکراتيکې کوريا تېره اوونۍ په يونګ بيونګ کې خپل ذروی تاسيسات وتړل. د اړوندو خواوو په دغه غونډه کې په عمده توګه په راتلونکی پړاو کې د دغه سند پر پلی کولو بحث وکړ.