په چين کښی د روسی قوم نفوس څه دپاسه ديارلس زره تنه دی چه په عمده توګه د چين په شمال لويديځ کښی د شينجيانګ د ايلی، تاچينګ، التای او وروموچۍ په سيمو کښی اوسيږی او لږ شمير يی د چين د شمال ختيځ د هيلونګجيانګ په ولايت او د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه کښی ژوند کوی٠
د چين د روسی قوم خلک له اتلسمې پيړۍ څخه په وار سره له روسيې څخه د چين شينجيانګ او نورو ځايونو ته مهاجر شوی او اکثريت يی له نولسمې پيړۍ نه د روسيې د اکتوبر د انقلاب تر مودې پوری چين ته په کډه راغلی دی٠ د روسی قوم هيوادوال له روسی ژبې څخه استفاده کوی او اکثريت يی پر عيسويت باندی عقيده لری٠
روسی قوم د چين شينجيانګ ته په کډه کولو سره د کرنې او مالدارۍ مترقی الې او غوره قيسمونه راوړلی او د څارويو د پوولو له مترقی تخنيکونو څخه يی استفاده کړيده ٠د چين د شينجيانګ غوره کچالو، سوربانجن، بادرنګ او هالندی شيدی ورکوونکی غواګانې د روسی قوم د مالدارانو لخوا راجلب شوی يا روزل شويدی٠ دغه راز دوی د پخوانی شوروی اتحاد د نباتات پوه ميچيورين د علمی تيورۍ له مخی په شينجيانګ کښی زياتې غوره ميوې هم روزلی دی٠ د روسی قوم هيوادوال د لاسی صنعت او د ډول ډول شيانو د ترميم په برخه کښی هم لوی لاس لری٠
روسان خوشبين خلک دی ، پر فکاهياتو او ټوکو باندی د پوهيدو قابليت لری او له دوستانو او ميلمنو سره ډير تشريفات کوی٠ د سلامونو اچول او د مخ ښکلول ورکول د دوی عادی او عمومی تشريفات دی٠ د دوی ډير درنه تشريفات د ٌ خلېب ٌ په نامه د وچی ډوډوۍ او مالګو په وسيله د ميلمنو هرکلی کول دی٠ ميلمه بايد لومړی په چاقو سره يوه ټوټه ډوډۍ پری کړی او له لږې مالګې سره يی وخوری ، بيا د کوربه کور ته ننوځی٠ دا تشريفات عمومأ د ناوې يا محترمو ميلمنو د هرکلی په وخت کښی ترسره کيږی چه د دوستۍ او مهربانۍ معنی لری٠
د چين د روسی قوم هيوادوال لا هم عنعنوی خوراکونه خوری، د دوی لخوا پاخه شوی ډول ډول ٌ خلېب ٌ او خوږی ډيری خوندوری دی، په تيره بيا له شيدو، هګو، کوچو او مربا څخه جوړشوی خواږه د سيمې د نورو بيلا بيلو قومونو هم ډير خوښيږی٠