<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-18 16:55:59    
په امريکا کې د پينګ پانګ لوبې دوه وړوکی لوبغاړانې

cri

دوه چينی نجونی چې شينګ يان هوا او جانګ ان نوميږي او دواړه يوولس کلنه ده ، د دسمبر په مياشت کې به د امريکا په استازيتوب د پينګ پانګ لوبې د نړيوالو اتلولۍ په پنځمه سيالی کې ګډون وکړي چې د پينګ پانګ لوبې غښتلی مهارت څرګند کړي .

شينګ ان هوا او جانګ ان دواړه يوازی د څلورو کلونو لپاره د پينګ پانګ په لوبې لاس پوری کړی ، خو ښه برياليتوبونه يي تر لاسه کړي دي. د بېلګې په توګه اوس دوی په جلا جلا توګه د امريکا په ځوانو لوبغاړو کې لومړی او دوهم ځاي نيسي.

کله چې شينګ يان هوا نهه کلنه وه، د ځوانانو لپاره د اولمپيک سپورتی لوبو او د امريکا د ځوانانو د اتلولۍ په سياليو کې شپږ طلايی مدالونه تر لاسه کړي او د ډيرې غوره لوبغاړې جايزه يي تر لاسه کړه. نجلۍ جانګ ان هم د تېر کال په پای کې د امريکا د ځوانانو د اتلولۍ په سيالي کې دوهم ځای ونيو او هم يي په زياتو سياليو کې جايزې تر لاسه کړې.

دواړه نجونې د پالاتو په نامه د پينګ پانګ کلب غړي دي چې په هره اونې کې د څه دپاسه لسو ساعتو تمرينونه ترسره کوي. دوی نه يوازې له خپلو ښوونکو څخه زده کړه کوي، بلکې په کلب کې له لويانو سره سيالې کوي. شينګ يان هوا وويل زما پلار او مور له پينګ يانګ لوبې سره مينه لری . څلور کاله مخکې يي د پينګ پانګ ستيديوم ته بوتلم او له دې وروسته مې له دې لوبې سره مينه پيدا کړه . جانګ ان هم د خپل پلار او مور تر اغيزې لاندي په پينګ پانګ لوبې پيل وکړ.

که څه هم دواړه نجونې په امريکا کې زيږيدلي، خو خپله مورنی ژبه يي فصيحه ده. جانګ ان له وايلون څخه هم زده کړېده ، وروسته يي له پينګ پانګ لوبې سره علاقه درلوده. شينګ تای هوا د هرې سيالۍ مخکې د ځان د هڅونې لپاره پر خپل مټ د پرمختګ موندلو او د علاقې پيدا کولو جمله وليکله

څو ورځې مخکې په په سانفرانسيسکو کې د نندارې لپاره د پينګ پانګ يوه سيالی تر سره شوه او دوه ديرش لوبډلو پکي برخه واخيستله چې شپاړس د نارينه وو او نور شپاړس د ښځو لپاره وو او د لوبغاړو عمرونه يې له يوولسو څخه تر اتلسو پوری وو.د جانګ ان او شينګ يان هوا عمرونه له نوروڅخه ټيټ دي ، خو په سياليوکې يي ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د مسابقې تر سره کوونکی څانګې په وينا اوس د ماشومانو او لويانو لوبغاړو تر منځ د تکنالوژيو توپير د کمېدو په حال کې دی او کوچني لوبغاړی له لويانو سره د سياليو توان لری.

اوس نجونې شينګ يان هوا او جانګ ان د ٢٠١٢ کال د اولمپيک سپورتی لوبو د پينګ پانګ لوبې په سياليو کې د ګډون لپاره چمتوکوي. دوی به د ماشومانو په هغه مسابقه کې چې د لوبغاړو عمرونه يي له يوولسو څخه تر پنځلسو پوری دی او د راتلونکي دسمبر په مياشت کې ترسره شی ، دا به د ځوانانو په سياليو کې ددوي لومړی ګډون وی. دوی په باور سره وايي ښايی چې لومړی مقامونه ونيسي.

په وروستيو کلونو کې زيات شمېر چينی ماشومان له ډېر کوچنيتوب څخه له پينګ پانګ لوبې څخه زده کړه کوي .يقين دی چې دغه لوبې به په بېلابېلو هيوادونو کې لا زيات ماشومان راجلب کړي او زيات شمير اتل ماشومان رامنځته شی .